IQNA

د نړیوال نظام په معادلاتو کې د فرانسې د سیاسی نفوذ پيکه کیدل(مقاله)

13:18 - January 14, 2025
د خبر لمبر: 3490464
ایکنا - فرانسې اروپائي هیواد په تیرو څو کلونو کې  تر پام وړ پورې خپل سیاسی نفوذ له لاسه ورکړی دی او په اوسنیو نړیوالو معادلاتو کې  د پخوا په شان له اغیزو برخمن نه  دی.

ایکنایوز د پارس ټوډې له قوله راپور  راکړی،فرانسه د تاریخ د یوه ترټولو مهم استعمارګر په توګه د امنیت شورا ددایمي غړي  او د ایټمي قدرت او دغه راز د ناټو دپوځي تړون د غړي په توګه، په تیرو څو لسیزو کې  په نړیوالو چارو کې له انصحاري امتیازونو برخمنه ده. دغه هیواد همداراز د  جرمني ترڅنګ، د اروپائي اتحادئې د یوه ترټولو مهم غړې په توګه  پيژندل کیږي ، خو  اوس یوه موده کیږي،  چې پاڼه ئې په څټ شوې ده او حتی  لویدیځي  فکر کوټې هم په ډې اند دي چې فرانسې په تیرو څو کلونو کې ترپام وړ پورې  سیاسی نفوذ له لاسه ورکړی دی او د نړیوال نظام په اوسني معادلاتو کې  د پخوا په څير   له اغیزو برخمنه نه ده .

آیا ښه نه ده ، مکرون څنګةشي؟

د  فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون په دې امید له وخته مخکې  انتخابات ترسره کړل چې  د لوپن  او ریډیکل کیڼ پالو څخه ویره،  د فرانسې د راي اخستونکو د ویرې او وحشت سبب شي. په عین  حال کې  نتیجه ئې دا وه چې لوپن  ډيرې رائې  ترلاسه کړې  او د مکرون بلاک  اړ شو له کیڼ پالو مرسته واخلي . خو  له یوې لنډې مودې وروسته   ئې د کیڼ پال لوري متحدان پریښودل او  یوه موافقه ئې وکړه چې  د هغې په سبب ،لوپن  د مهاجرت   او د نورو موضوعګانو د سیاست په باب  د یولړ امتیازونو په بدل کې د میشل بارنیه  په مشرۍ  د محافظه کارو  مینځ لاري حکومت ملاتړ  کاوه.

 په عین حال کې  لوپن  له ډيرو حقوقي  خنډونو سره سره، د بارنیه کار هم پاي ته ورساوه   او اوس شناندي وائي  بهتره ده  چې آمانوئل ماکرون څنګةشي، ځکه چې  دوګل په ۱۹۶۹ کال کې  د ماکرون  له  ناکامیو څخه  لا کمه وار د واره  په ماتو سره، له قدرته څنګةشو. که ماکرون  هم  دغه شان اقدام وکړي، نو کومه د حیرانتیا خبره نه ده ، ځکه  په اوسني وضعیّت سره به  د ۲۰۲۷کال تر انتخاباتو پورې  دهغه دوام دومره آسان نه وي.

 درسندویو له نظره ، د فرانسې د حکومت ګډ وډ حالات؛

د پاریس چاپ ؛فیګارو ؛مشهورې ورځپاڼې  په یوه راپور کې  دې موضوع ته اشاره کړې ده چې  مودې کیږي،د فرانسې بهرنی نفوذ کم شوی دی ، او په نړیوالو او سیمه ایزو  بحرانونون کې  د رول لوبولو توان نه لري.

فیګارو  په دې موضوع هم اعتراف کړی دی چې له ۲۰۱۷کال څخه چې آمانوئل ماکرون د ولسمشر په توګه   الیزه ماڼۍ ته  وارد شوی ، داسې لوي مشکلات راولاړ شوي چې  په هغو کې یو ترټولو مهم،د هغه  له اقتصادي سیاستونو څخه عمومي خپګان او د ټولنې بې وځله پرګنو او وګړو ته د هغه بې پروائۍ او بې پامي ده چې د  لازیاتې نابرابرۍ سبب کیږي.

د انقرې چاپ  ډیلی صباح  انګریزي ژبې ورځپاڼې په یوه مفصل راپور کې  له دغه شان تحلیل سره مخ  یوو: پارلیماني انتخاباتو وښودله  چې د فرانسې پر  سیاسی فضا  اړئ ګړئ بشبړ  سیوری غوړولی دی.  اوس د فرانسې ټول سیاسی فعالان ښه پوهیږي،چې د ماکرون بې وسي ، د فرانسې په سیاست کې  دګډوډئ سبب شوې او البته  پر داخلي مشکلاتو سربیره ، یوه بله ستونزه هم لري  او هغه دا چې  په نړیواله سویه هم ددغه هیواد  نفوذ کم شوی دی.

په افریقا او لویدیځي آسیا   کې د سیاسی نفوذ  ئې له لاسه ورکول؛

په تیرو څو کلونو کې فرانسه په دې پسې  ده چې د  د یوه بهرني لوبغاړي په توګه د لبنان په سیاسي جوړښت کې په ښکاره ډول نفوذ وکړي او د خپل قدرت په ژبه خبره وکړي ، خو داشان کار ئې هم ونه کړئ شو او په جراءت سره وئيل کیدلی شي ، چې  د لبنان د سیاسی مشکلاتو یوه مهمه برخه ، د فرانسې د سیاستونو نتیجه ده . شواهد ښئ چې  د لبنان پر حزب ا... سربیره،نور سیاسی بهیرونه هم  له سمیر جعجع څخه ملاتړ ته حاضر شي ، ځکه  چې هغه   د فرانسې او صهیونیسټ رژیم  د باؤر وړ مهرې او تالی څټي په توګه  ولسی ځائيګی نه لري.

د لبنان او سورئې پر دوسیو  سربیره، فرانسې په افریقا کې هم  تر پام وړ  سیاسی ناکامیو  سره مخ شوې ده.په لیبیا کې د حکومت جوړونې په بهیر  د  اغیزشیندنې  لپاره  د فرانسې  له سیاسی او امنیتی  هڅو سره سره ، دغه  افریقائي تیلی هیواد  د پاریس  غوښتو ته څه خاص توجه  او لیوالتیا نه لري او پاریس  د تیونس ، الجزایر  او چاډ په څير  په نورو افریقائي هیوادونو کې  هم خپل  نفوذ له لاسه ورکړی دی.

https://parstoday.ir/fa/world-i4420

captcha