IQNA

د سلواغې اوم؛ په امام رضاسپيڅلي حرم کې د ایران د ترټولو لويې قرآني سیالۍ پيل

10:35 - January 19, 2025
د خبر لمبر: 3490489
ایکنا-د خراسان رضوي  اوقافو او خیریه چارو دعمومي ادارې د قرآني چارو مشر د حضرت امام رضا علیه السلام د سپيڅلی حرم په قدس هال کې د سلواغې د میاشتې له اومې نیټې سره په یووخت د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو  د یو څلویښتم  پرانتیستونکو دستورو  د ترسره کیدا خبر ورکړ.

د خراسان رضوي د اوقافو او دخیریه چارو د عمومي ادارې مشر جعفر حسیني له ایکنانیوز سره په خبرو کې ووئيل؛د قرآڼ کریم نړیوالې سیالۍ هرکال د اوقافو او د خیریه چارود عمومي ادارې له خوا  او د پیغمبر اکرم(ص) د مبعث له مبارکو شپو روځو سره په یووخت ترسره کیږي او په نړیواله سویه د یوې ترټولو مهمې نړیوالې قرآنی پيښې په توګه  ئې له درستې نړۍ د قراڼ د حافظانو او قاریانو له  خوا پراخ هرکلی کیږي.

 هغه زیاته کړه ، سږکال  ددغو سیالیو دغه پړاؤ د مشهد په کوربتوب سره ترسره کیږي چې پرانیستونکي دستورئې د سلواغې دمیاشتې په اومه نیټه د حضرت امام رضا علیه السلام د سپيڅلی حرم  په شیخ طوسي انګڼ کې واقع د رضوي مطهر حرم په قدس هال کې  اټکل شوی  دی.

 حسینی دې ته په اشارې سره چې د سیالیو دغه پړاؤ د سلواغې په دولسمه نیټه جمعې ورځې، د ښاغلو او آغلو په دوو برخو کې د ټول قرآن د حفظ، د تحقیق د قرائت او د ترتیل د قرائت پشمول په مختلفو څانګو کې د ترټولو غوره کسانو په معرفۍ سره  خپل کار پاي ته رسوي، ووئيل؛ تراوسه پورې ددغو سیالیو ددغه پړاؤ  په لازیات ولولناک ډول ترسره کیدا لپاره د اجرائي کمیټې له خوا ډيرې غونډې شوي دي  او د غه ناستې  هماغه شان دوام لري.

https://khorasan.iqna.ir/fa/news/4260383

captcha