IQNA

د قرآني سیالیو مقدماتی مرحله،د ۱۰۴ هیوادونو نمایندګان

کوم هیوادونه په نهائي مرحلې کې نماینده لري

10:36 - January 21, 2025
د خبر لمبر: 3490503
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو د یو څلویښتم پړاؤ نهائي مرحله د ۲۷ هیودونو څخه  د ټول قرآن  حافظانو او مُرتَل او قاریانو په شتون سره ترسره کیږي.داپه داسې حال کې دي چې له دې مخکې  او ددغه پړاؤ  په مقدماتی مرحلې کې د  ۱۰۴  هیوادونو نمایندګانو ګډون درلود.

ایکنانیوز راپور راکړی، د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو د یوڅلویښتم پړاؤ نهائي مرحله  د سلواغې له اومې تر دولسمې نیټې په شپو ورځو کې په مشهد مقدس کې ترسره کیږي.

مقدماتی مرحله د مرغومې  د میاشتې له پینځه ویشتمې پیل شوې وه  او  ددغې نړیوالې پيښې د نهائي مرحلې ته لاره موندونکي څيرې معلومې شوې.

په مقدماتي مرحلې کې د د قاضیانو د پلاوی  د ارزونې  وړ  په پنځو څانګو کې  او د ښاغلو اوآغلو  په دوو ډلو کې  د ۱۰۴ هیوادونو څخه  ک ابو څلور سوه ګډ،ن کونکو په غیر حضوري توګه پکې  ګډون وکړ او په نهایت کې  په پنځو څانګو کې د قرآن کریم  ۵۷ حافظانو، قاریانو او مرتلو  نهائي یا فینال مرحلې ته لاره وموندله.

په همدې اساس د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو د یوڅلویښتم  پړاؤ په نهائي مرحلې کې  پر ایران سربیره ،نورو ۲۶ هیوادونو نمایندګانو  شتون درلود چې په هغو کې یوازې دوه هیوادونه ایران او بنګله دیش  دي چې  په دغې نړیوالې پيښې کې ترټولو زیات سیالي کونکي یعني په پنځو  ګډون کونکو سره  پکې سیالۍ کوی.   

په ۱۴۰۳ کال کې د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو یو څلویښتم پړاؤ د سلواغې دمیاشتې  په اومه نیټه اتبار ورځې  د امام رضا علیه السلام د  آستان په شیخ طوسي  انګڼ کې  واقع قدس رضوي  آستان په قدس هال کې  پیلیږي.

دغه سیالۍ  د ښآغلو او آغلو په څانګو کې  د ترتیل قرائت او د تحقیق قرائت  او د ټولو قران د حفظ په څانګو کې  د ترټولو برلاسه کسانو په معرفی کولو سره  پاي ته رسیږي.

 https://iqna.ir/fa/news/4260716

captcha