IQNA

د قطر د ؛تیجان النور؛په قرآنی سیالیو کې د یمن د ماشوم ځلیدا (فیلم)

13:56 - January 26, 2025
د خبر لمبر: 3490532
ایکنا – د قطر د ؛تیجان النور؛نومې د قرآن د حفظ په هغو نړیوالو سیالیو کې چې په دا وروستیو کې په دوحې کې ترسره شوي،د قرآن حافظ د یمن ماشوم اواب محمود المهدي لومړنی ځائیګی ترلاسه کړ.

ایکنانیوز د المشاهد له قوله راپور راکړ،اواب محمود المهدی په دې باب له  المشاهد  سره په خبرو کې ووئيل؛ زه د تیجان النور  قرآنی سیالیو کې د یمن نماینده وم چې تیره اونۍ د قطر په پلازمینې دوحې کې ترسره شوې.

المهدي ووئيل، ددغو  لومړنۍ مرحله  په قطر کې د سیالیو  د قاضیانو کمیټې ته له یمنه  د غږیز کلیپ  لیږد ته مخصوصه وه  او زه د یمن په داخل کې له خپل عمره ماشومانو سره  په سیالۍ کې بریالی شوم  او د یمن او د ؛هائل سعید انعم؛ ټولنې سره اړونده  د قرآڼ د حفظ خیریه ټولنې د نماینده په توګه ددغو سیالیو لپاره غوره شوم .

دیمن دغه ماشوم ووئيل، دقاضیانو کمیټې له مانه وغوښتل،په نهائي مرحلې کې د ګډون لپاره دوحې ته ورشم او دغه سیالۍ  دعربی او اسلامی هیوادونو د ماشومانو په پراخ ګډون سره ترسره شوې. 

 د یمن د قرآن دغه ماشوم حافظ  د قطر سیالۍ سختې او پیچلې وبللې او وې وئيل،ما د لومړي مقام په ګټلو سره  د نړۍ په نورو هیوادونو کې د خپل  هیواد یمن نامه لوړه کړئ شوه چې  د مالپاره ویاړ دی.

په عین حال کې  د اواب  پلار، محمود المهدي المشاهد ته ووئيل؛ زما بچی له هماغه ماشومتوب څخه  له علم زده کولو سره لیواله  ؤ او ډير په زړه پورې غږ ئې درلود او هغه مهال چې  اته کلن شو ، نو په تعز ښار کې د یمن  د هائل  سعید  خیریه ټولنې د قرآن د حفظ په  غونډو کې  ئې ګډون وکړ.

هغه ووئيل؛ د قرآڼ د حفظ ترڅنګ  زما د زوي غږیزې وړتیاوې  د اسلامی سرودونو  په اجار کې رابرسیره شوې  او هغه د قرآن د حفظ  او د دیني سرودونو په سالیو کې  د برلاسه  روتبو په ترلاسه کولو کې بریالی شو.

 د وئيلو ده چې دغه یمن وال ماشوم  د تعز ولایت اوسیدونکی دی او ۱۳ کلن دی.هغه د ؛ اذا صفا النهر: (کله د پاکو د سین  پاکې شوې)،؛ یا عید؛ رباه ان العمر یمضی؛(ائ خدایه ! عمر لګیا دی تیری)؛ او فی هدی الاسلام ؛( د اسلام په هدایت کې ) په عنوانونو سره ئې د خپلو  سرودونو البم  وړاندې کړی دی.

د قطر د تیجان النور قرآني نړیوالې سیالۍ په اسلامی نړۍ کې د انجونو او هلکانو ماشومانو او زلمیانو ځانګي قرآنی سیالۍ دي [ې د قطر د ؛جیم ؛ ټیلویژني چینل  په وسیله  پلان او اجرا کیږي.

 دغه سیالۍ له درستې نړۍ څخه د قرآنی ماشومانو د  وړتیاؤ  او ارزونې پسې دي او ددغو سیالیو نوی پړاؤ به سږکال د روژې د مبارکې میاشتې په رارسیدا سره،د قطر د ؛جیم؛ ټیلیویژني چینل څخه  خپرې شي.

https://iqna.ir/fa/news/4261768  

captcha