IQNA

په عراق کې د قرآن دنړیوالې ورځې کتاب معرفی شو

6:24 - January 30, 2025
د خبر لمبر: 3490557
د قرآن د آیتونو منظمونې  او برابرونې،یعني ؛ تصنیف آیات القرآن ؛نومې کتاب  د دعراق د قرآن د نړیوالې ورخې د پروګرامونو په لړ کې د حسینی مقدس  آستان په همت سره  د کال د کتاب په توګه غوره او معرفي شو.

ایکنانیوز د حسینی آستان  د اطلاع رسونې د برخې له قوله راپور راکړی، د حسینی آستان دقرآن د تبلیغ  دنړیوال مرکز مرستیال مدیر شیخ علی عبود الطائي په دې باب ووئيل؛ دغه کتاب د قرآن د نړیوالې ورځې په مناسبت چې د رجب د میاشتې له ۲۷یعنی د بعثت له اختر سره  برابره وه ، د ددغه مرکز د لوي کمپاین په لړ کې د کال د کتاب په توګه وټاکل شو.

 هغه دغه راز ووئيل، دقرآن نړیواله ورځ  له ډول ډول پروګرامونو او فعالیتونو سره یو ځای  وه او د حسینی مقدس آستان د قرآن د تبلیغ نړیوال م رکز  دغه کتاب  د دغو پروګرامو په لړ کې چاب کړی او   کال د کتاب په توګه ئې ټاکلی دی.

الطائي  روښانه کړې ده ، دغه کتاب د سوریاوال څيړاند او د قرآني  څيړنو کارپوه او د عربی ژبې د مؤلفانو  دنړیوالې اتحادئې څخه د پی ایچ ډي  دګواهینامې  لورنکي  البیب بیضون  تالیف دی  او دغه سوریاوال لیکوال  د قرآنی معجزو او علمی زمینو کې نوره هم ارزښتمند تالیفات  هم لري چې  به هغو کې یو ترټولو څرګند ؛ تصنیف نهج البلاغه ؛ یعني د نهج البلاغې  طقبه بندي نومې  کتاب دی چې په کرتو  بیا  چاب شوی دی.

کتاب سال روز جهانی قرآن عراق معرفی شد

 د وئيلو ده چې حسینی آستان تیر کال هم د علامه شیخ قاسم بن حسن آل محیی الدین  څخه  ؛موسوعه  البیان فی شرح غریب  القرآن ؛( د قرآن په ورکو ټکو شرحې کې د البیان دانشنامه ؛ نومې کتاب ، د کال د کتاب په توګه ټاکلی او  له دې مخکې ئې هم د شیخ هاشم ابوخمسین  څخه د ؛علم التربیه فی القرآن الکریم نومې کتاب(په قرآڼ کریم کې د تربیت علم ؛منهیجیّه درسونه -روښانونې درسونه) نومې کتاب هم د کال کتاب اعلان کړی ؤ.

https://iqna.ir/fa/news/4262470

captcha