ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ،لسګونو زره مسلمانان د ج معې له ورځې راهسې د ؛پیشوا اجتماع؛ په نامې سره په ترټولو لوئې کلنۍ غونډې کې چې د مسلمانانو یوه ترټولو لویه تبلیغي غونډه شمیرل کیږي، د بنګله دیش د پلازمینې ډهاکې په شمال کې په تونګي سیمې کې د توراګ سین په څنډې کې سره غونډ شوي دي.
؛پیشوا اجتماع؛ په نامې سره دغه تبلیغي غونډه ، د حج تمتع ووروسته په نړۍ کې د مسلماناو یوه ترټولو لویه غونډه ده . دغه غونډه تردرو ورځو پورې دوام لري او تمه کیږي، چې په دغې غونډې کې به د ګډونکونکو شمیر هم لکونو کسانو ته ورسیږي او هر کال د معمول په اساس په وروستي لمانځه کې ګډون وکړي.
ددغې لوئې پيښې دترسره کیدا تاریخ د ۱۹۵۰ لسیزې ته ورګرځي . هغه همهال چې تبلیغي جماعت ئې کوربتوب پیل کړ او دوخت پّ تیریدا سره په یوې لوئې نړیوالې غونډې بدله شوه چې مسلمانان له درستې نړۍ ځان ته جذبوي.
دغه غیر سیاسی اجتماع او ددیني هدایت په چورلیزتوب سره یوه غونډه ده چې په دې کې ګډون کونکي داسلامی عالمانو موعظو ته غوږ کیږي، په دله ایز ډول لمونځونه ترسره کوي، او خپل وختونه په عبادت او لمنځ اودعاګانو تیروي.
له درست بنګله دیشه مسلمانان د د مازدیګر د لمانځه د اقامې لپاره ددغو دستورو د ترسره کیدا ځاي ته ورځي ، داسې چې هره ورځ دغه ځاي ته د ورتلونکو کسانو شمیر لا پسې زیاتیږي.
د دغې اجتماع د منظمونکي کمیټې ویندوي حبییب الله ریحان په یولړ څرګندونو کې ووئيل، ددغې غونډې په لومړۍ مرحلې کې له لسګونوزره بنګله دیشیانو سره یوځاي له ۷۲ هیوادونو څخه کابو ۲۱۵۰ مسلمانانو شتون درلود.
بنګله دیشی چارواکو د ګډون کونکو د امنیت د ټينګولو لپاره په شخصي اورسمي وردیو سره د امنیتی ځواکونوپه دیره کولو او د څارونکو کیمرو او د امنیتی پلټونکو پسُتو په جوړولو سره کوټلي اقدامات کړي دي، څو ډاډمن شي چې دغه پيښه امنه او له ثباته ډکه ده.
په دغې کلنۍ اجتماع کې د ګډون لپاره ډیری مسلمانان ګروهمن وي،ځکه له درستې نړۍ څخه له مسلمانانو سره د ارتباط دټينګیدا او یوځاي دعبادت لپاره یو ښه فرصت دی.
په بنګله دیش کې د مسلمانانو ترټولو لویه غونډه
ایکنا – د حج تمتع له دستورو وروسته د مسلمانانو ترټولو لویه کلنۍ غونډه، د بنګله دیش په پلازمینې ډهاکه کې د توراګ سین په څنډې کې د لسګونو زره مسلمانانو په شتون سره، دسلواغې له دیارلسمې نیټې پیل شوې او تر درو ورځو پورې به دوام ولري.
ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ،لسګونو زره مسلمانان د جمعې له ورځې راهسې د ؛پیشوا اجتماع؛ په نامې سره په ترټولو لوئې کلنۍ غونډې کې چې د مسلمانانو یوه ترټولو لویه تبلیغي غونډه شمیرل کیږي، د بنګله دیش د پلازمینې ډهاکې په شمال کې په تونګي سیمې کې د توراګ سین په څنډې کې سره غونډ شوي دي.
؛پیشوا اجتماع؛ په نامې سره دغه تبلیغي غونډه، د حج تمتع ووروسته په نړۍ کې د مسلماناو یوه ترټولو لویه غونډه ده.دغه غونډه تردرو ورځو پورې دوام لري او تمه کیږي،چې په دغې غونډې کې به د ګډونکونکو شمیر هم لکونو کسانو ته ورسیږي او هر کال د معمول په اساس په وروستي لمانځه کې ګډون وکړي.
ددغې لوئې پيښې دترسره کیدا تاریخ د ۱۹۵۰ لسیزې ته ورګرځي.هغه همهال چې تبلیغي جماعت ئې کوربتوب پیل کړ او د وخت په تیریدا سره په یوې لوئې نړیوالې غونډې بدله شوه چې مسلمانان له درستې نړۍ ځان ته جذبوي.
دغه غیر سیاسی اجتماع او ددیني هدایت په چورلیزتوب سره یوه غونډه ده چې په دې کې ګډون کونکي داسلامی عالمانو موعظو ته غوږ کیږي، په دله ایز ډول لمونځونه ترسره کوي، او خپل وختونه په عبادت او لمنځ اودعاګانو تیروي.
له درست بنګله دیشه مسلمانان د د مازدیګر د لمانځه د اقامې لپاره ددغو دستورو د ترسره کیدا ځاي ته ورځي ، داسې چې هره ورځ دغه ځاي ته د ورتلونکو کسانو شمیر لا پسې زیاتیږي.
د دغې اجتماع د منظمونکي کمیټې ویندوي حبییب الله ریحان په یولړ څرګندونو کې ووئيل،ددغې غونډې په لومړۍ مرحلې کې له لسګونوزره بنګله دیشیانو سره یوځاي له ۷۲ هیوادونو څخه کابو ۲۱۵۰ مسلمانانو شتون درلود.
بنګله دیشی چارواکو د ګډون کونکو د امنیت د ټينګولو لپاره په شخصي اورسمي وردیو سره د امنیتی ځواکونوپه دیره کولو او د څارونکو کیمرو او د امنیتی پلټونکو پسُتو په جوړولو سره کوټلي اقدامات کړي دي، څو ډاډمن شي چې دغه پيښه امنه او له ثباته ډکه ده.
په دغې کلنۍ اجتماع کې د ګډون لپاره ډیری مسلمانان ګروهمن وي،ځکه له درستې نړۍ څخه له مسلمانانو سره د ارتباط دټينګیدا او یوځاي دعبادت لپاره یو ښه فرصت دی.
https://iqna.ir/fa/news/4263200/%D8%A8%D8%B2%D8%B1%DA%AF