ایکنانیوز د پارس ټوډې له افغانانو سره د ایران د اسلامی جمهوریت د مرستو په دوام کې ددغه هیواد د مرستو یوه بله جوپه د افغانستان بامیان ولایت ته رسیدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د ایران اسلامي جمهوریت لخوا ننګرهار ولایت ته هم مرستې ولېږل شوې.
مرسته شوي توکي د ایران سفارت لخوا د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته وسپارل شو
دا مرسته به د شهیدانو کورنیو او نورو اړمنو خلکو ته وویشل شي.
په ورته وخت کې کابل کې د ایران سفیر، علیرضا بیکدلي د بامیان له والي غوښتنه کړې چې د امام خمیني ۱۲۰ بستریز روغتون د پرانیستې د جواز د صادرولو په اړه د اسلامي امارت له مشرتابه سره خبرې وکړي.
د بامیان والي دفتر د خبرپاڼې لمخې، بیکدلي ټینګار کړی چې د دغې روغتون جوړولو چارې بشپړې شوي، خو د پرانیستې پر وړاندې ځینې خنډونه شته.
د بامیان والي، عبدالله سرحدي ډاډ ورکړی چې دا موضوع به د اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکه کړي.
همداراز، د بامیان والي د ایران له سفیر غوښتنه کړې چې له هغو افغان زیارتکوونکو سره، چې د اربعین یا نورو مذهبي مراسمو لپاره ایران ته سفر کوي، ښه چلند وشي.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i156986