ایکنانیوز راپور راکړی، د فجر فیلم د ۴۳ جشنوارې د ترسره کیدا په څنډې کې په میلاد ټاؤر کې د سلواغې په اتلسمه نیټه د ؛ موسی کلیم الله ؛ نومې فیلم په باب د پوښتنو او ځوابونو غونډه جوړه شوه .
په دغې ناستې کې ډایریکټر ابراهیم حاتمي کیا ، پروډیوسر سید محمود رضوي ، او د فیلم لوبغاړو او نورو پرسنلو برخه واخسته .
فیلم مو د قرآڼ په اساس جوړ کړ!
ابراهیم حاتمي کیا ددغه فیلم په روایت کولو کې د تاریخي سرچینو په باب د ایکنانیوز د خبریال د پوښتنې په ځواب کې ووئيل؛ ما هغه جنګي او اجتماعي فیلمونه چې مو جوړ کړي دي، توضیح ورکولی شم، خو په دغه فیلم کې د فیلم دوه کارپیژاندي او څیړاند چې د خپل فیلم د لیکنې له وخت راهسې ئې چې د فرج الله سلحشور په وسیله ئې کار پیل شو ، ددغې پوښتنې ځواب و رکولی شي، خو دا ټکی په روښآنه ډول وئيلی شم چې ددغې قصې د روایت آساس ؛قرآن ؛ دی او د هغه ترڅنګ له نورو سرچینو هم استفاده شوې ده.
هغه په دې باب چې د لومړي ځل لپاره دی چې په یوه فیلم کې یوې ښځې ته وحي کیږي، دا سې توضیح ورکړ؛ دا د ما شخصي اراده نه وه او قرآڼ دا په ډاګه وئيلي دي او په حقیقت کې ئې بیان کړې ده چې دغې میرمنې ته الهام شوی دی او زه ئې یوازې یو مصوّر شوم.
د ؛ موسی کلیم الله ؛ نومې فیلم یو تاریخي څیړاند مصطفوي د ایکنا نیوز دخبریال د پوښتنې په ځواب کې ووئيل؛ مونږ نبیان معصوم ګڼو او وایو چې د دوي ټول چلند او ګفتار په الهي وحي متکي دی. د مونږ په داستان کې حضرت موسی(ع) یوازینی اتل نه دی ،بلکې دخداي له خوا غوره شوی دی ا و د هغه ټول کارونه د خدای له کلام او خبرو څخه اخستل شوی دي. ددغه کار په باب دم ونږ څيړنې ډيرې زیاتې وې .زه به دا ووایم چې مونږ له اته تیایم کال څخه د ( د فیلم د اول ډایریکټر )فرج الله سلحشور په موافقت سره چې ددغه فیلم د جوړولو په وخت وفات شو؛ پر دغه فیلم کار پیل کړ.
https://iqna.ir/fa/news/4264460