IQNA

د امریکا په یوه پوهنتون کې د مسلمانو محصیلینو لپاره د لمانځه کوټه جوړه شوې

10:37 - February 11, 2025
د خبر لمبر: 3490622
ایکنا – د امریکا پورټلینډ پوهنتون د مسلمانو محصیلینو دغوښتو په ځواب کې د دوي لپاره یوه موقتی لمانځه کوټه تیاره کړې ده.

ایکنانیوز د الشیعه خبری سایټ له قوله راپور راکړی،  د امریکا د پورټلینډ پوهنتون په انګڼ کې د مذهبی جامعیّت  د دودولو په موخې سره  دغه پوهنتون  د مسلمانو محصیلینو د ټولنې د مشرانو غوښتو ته په ځواب کې  د دغه پوهنتون  په مرکز کې د مسلمانو محصیلینو لپاره  یوه موقتي لمانځه کوټه  پرانیستې ده.

د پوهنتون رسمي ورځپاڼې ؛بیکین؛  په یوه راپور کې وئيلي دي، چې دغه نوښت د لمانځه داقامې لپاره  د یوه مناسب ځاي په موندلو کې  د مسلمانو محصیلینو  په وړاندې له چیلنجونو سره  دمقابلې لپاره دی . داپه داسې حال کې دي چې  د کاتولیک  محصیلینو لپاره ډیرې فضاګانې په نظر کې نیول شوي دی چې  په هغو کې  د هوسټلونو ؛ مسیح معلم؛نومې کلیسا او دغه راز په انګڼ او هالونو کې  واړو کلیساګانو ته اشاره کیدلی شي.

د پورټلینډ پوهنتون مدیر ټیم ویډ  ددې په تائيدولو سره چې دغه اقدام لامل شوی څو مسئولان د دایمي حل لارو په فکر کې شي، وئيلي دي، دا موضوع  دا پوښتنه مطرح کوي چې څرنګه  د مسلمانو  محصیلینو لپاره  یوه مناسبه او دایمي فضا برابرولی شی څو خپل دیني مناسک له کوم خنډ پرته پکې ترسره کړي.

د مسلمانو محصیلینو  دټولنې مرستیال مشر حنان جبار هم په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده،د لمانځه کوټې په توګه  ددغه ځاي تآکل، دې ته په پام سره چې ډیری مسلمانان پکې تګ راتګ کوي، منطقي دي او دا د لمانځه  لپاره په یوه مناسب ځای بدلوي.

 د مسلمانو محصیلینو د ټولنې مشر منار سرور هم په دې اړه وئيلي دي، نوی هال  یوازې د لمانځه لپاره کوم ځای نه دی ،بلکې د غونډیدا لپاره په یوه ځاي بدل شوی دی چې  په مسلمانو محصیلینو کې د یوې جامعې شونې حس پياوړی کوي.

که څه هم جوړه شوې لمانځه کوټه،به یو موقته حل وي،خو د محصیلینو مشران هیله مند دي چې دا حرکت په پوهنتون کې د ډيرو مذهبی فضاګانو په باب د خبرواترو لپاره لا پراخه فضا  پرانیزي.

https://iqna.ir/fa/news/4265168

captcha