ایکنانیوز د ولسمشرۍ د دفتر د اطلاع رسونې د برخې په قول سره راپور راکوي، ډاکټر مسعود پزشکیان د ترکمنستان له ملی رهبر سره په ټيلیفوني خبرو کې د سولې او اعتماد په نامې سره د ۲۰۲۵کال د نومولو په وړاندیز کې ددغه هیواد د نوښت په قدرونې او ددې لپاره په هیلې ښودلو سره چې په سیمې او درستې نړۍ کې سوله ،آرامښت او دوستي ټینګه شي، ووئيل؛ د ایران اسلامی جمهوریت په سیمې او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د سولې او دوستۍ ټينګیدا غواړي، او په دزې زمینې کې له ترکمنستان او نورو هیوادونو سره د ملګرتیا هرکلی کوي.
د اسلامی ایران ولسمشر په ترکمنستان کې د سولې او اعتماد نومې نړیوال سمینار کې د ګډون لپاره د دغه هیواد د ملی رهبر دبلنې په مننې سره روښانه کړه، ایران او ترکمنستان پخوانۍ او مشترکې کلتوري مخینې لري او ایران ددواړو هیوادونو ترمینځ د کلتوري ملګرتیاؤ د پراختیا غوښتونکی دی.
ډاکټر پزشکیان د کسپيّن سمندرګي د څنډې هیوادونو دملګرتیا اهمیّت ته په اشارې سره ټينګار وکړ، د ایران اسلامی جمهوریت د سیمې د ژواک چاپیریال د ساتنې او د متقابلو ګټو د تامینولو لپاره د کسپیّن سمندرګي د څنډې هیوادونو د ملګرتیا د پراختیا ملاتړ کوي.
قربانعلی بردی محمدوف هم په دغې ټيلیفوني مکالمې کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په مناسبت په مبارکۍ وئيلو او د ایران دملت اوحکومت لپاره د بریالیتوب په هیلې کولو سره ، د سولې او اعتماد په عنوان سره په سمینار کې دګډون لپاره ډاکټر پزشکیان ته په دعون ورکولو سره چې په ترکمنستان کې به ترسره شي، په سیمې او نړۍ کې د دوستئ او سولې دژورتیا او پراختیا لپاره ددواړو هیوادونو دملګرتیا غوښته وکړه.
د ترکمنستان ملی رهبر همداراز د سواپ ګیس ، انرژۍ،ترانسپورټ په زمینو کې د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا غوښته وکړه او وې وئيل؛ ددواړو ه یوادنو د اقتصادي ملګرتیاؤ د ګډ کمیشن منظمه او دوامداره جوړیدا، به د خپل میځیو اقتصادي ملګرتیاؤ په پیاوړتیا کې اغیزشیندونکی رول ولري ؛ ترکمنستان ددواړو هیوادونو ترمینځ داقتصادي ملګرتیاؤ دپراختیا غوښتونکی دی.
قربانعلی بردي محمدوف ددواړو هیوادونو ګډې کلتوري مخینې ته په اشارې سره ، د ایران او ترکمنستان د دوو ملتونو ترمینځ د پراخو هنري او کلتوري ملګرتیاؤ غوښتونکی شو.
https://iqna.ir/fa/news/4265367