ایکنانیوز د پارس تودی له قوله راپور راکوي،د اسلامی انقلاب معظم لارښود او ددرستو قواؤ ستر قوماندان امام خامنه ای په دفاعي برخه کې د نوښتونو په دوام باندې په ټینګار سره، د سږ کال د سلوغۍ د دوه ویشتمې ولسي لاریون، د دښمن د رسندویې بریدونو لاندې یوه لوی ملي خوځښت وبلله او له خلګو څخه په مننې سره، وویل: ولس د وحدت نعرې ووهلې او د دښمن د دوامدارو ګواښونو په وړاندې د ایرانیانو مقاومت، هویت، شخصیت او وړتیا څرګند کړ.
د پارس تودی له راپور سره سم، د اسلامي انقلاب رهبر د چهارشنبې په سهار د دفاعي صنعت له ماهرینو او مسئولانو سره په کتنه کې له ولس او د هیواد له امنیت څخه دفاع، مهمه وبلله او وویل: د ایران دفاعي توانمني مشهوره ده، د انقلاب دوستان پرې ویاړي او دښمنان ورڅخه په وېره کې دي او دا حقیقت د هیواد لپاره ډېر مهم دی.
حضرت آیتالله خامنهای هغه پړاو ته په اشارې سره چي نړیوالو زورواکو د هیواد د اړتیا وړ دفاعي اوزارونه په څو چنده قېمت باندې هم په ایران نه پلورل، وویل: اوس همهغه زورواکان ایران ته وایي چي فوځي تجهیرات مه پلوره، په تاسو نه پلورو او دا اوس چي وایي مه یې پلورئ، تر مینځ زیات واټن دی، چي د ځوان او هڅانده ساینس پوهانو په زحمت سره، ډک شوی دی.
هغوی د دښمنانو بندیزونو ته په کتو سره، د پام وړ دفاعي پرمختګونه، ډېر ښه وبلله او وویل: د ایران د دفاعي صنعت حالات داسي دی چي هره پرزه چي په مونږ باندې نه پلورل کیږي، په هیواد دننه کې ځوانان له هغه نه غوره جوړوي.
د ټولو قواو اعلی قومندان، د خپلو وېناو په یوه بله برخه کې د دفاعي صنعت په ډګر کې د پرمختګونو د دوام په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: د دفاعي صنعت په پرمختګ سره، په نړیواله کچه کې زمونږ دفاعي مقام لوړ شوی دی، لیکن دا په دې معنا نه ده چي ورباندې بسنه وشي.
هغوی په پوځي ډګر کې مخکښ کېده، قرآني حکم وبلله «و اعدوا لهم مااستطعتم من قوه»یعني د دښمن په وړاندې دوامداره او زیات نه زیات چمتووالې، چي دا یې د دښمنانو په وړاندې د هیواد د دفاع لپاره اړینه وبلله، او زیاته کړه: د فوځې ډګر په ټولو اړخونو کې باید پرمختګونه دوام وکړي.
امام خامنه ای حقیقي پرمختګ یې، د نوښتونو، ځوانو، انقلابي، مومن نیروګانو او ماهرینو په کارنیولو سره مشروط وبلله او وویل: ایمان انسان ته ځواک او توانمني ورکوي، او هغه په نیغه لاره ساتي، او انقلابي توب هم په لوی سیاسي او ټولنیز بدلون باندې باورمني ده چي د اسلامي انقلاب په برکت سره په هیواد کې رامینځته شوی دی.
له دغې کتنې څخه مخکې، د ټولو قواو اعلی قومندان، حضرت ایت الله خامنه ای، د ۱۴۰۳ اقتدار نومې نندارتون څخه په کتنه کې، د هیواد دفاعي صنعت د ماهرینو له وروستیو لاسته راوړنو او وړتیاو څخه لیدنه وکړه. په دغه نندارتون کې د هوایي دفاع، بالیسټیکو او کروز توغندیو، هوښمند مهماتو، فضایي برخو، ډرونز، سمندر او د انرژیو په برخه کې وروستي لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې شوې وې.
هغوی له نندارتون څخه تر کتنې وروسته، د دفاعي صنعت د ماهرینو، مسئولانو او ساینس پوهانو په ملاقات کې، د حضرت امام مهدی عج د زوکړې د کلیزې په مناسبت د مبارکې په وړاندې کولو سره، د شعبان ۱۵ د نړۍ او بشریت لپاره حقیقي اختر وبلله او زیاته کړه: د عدالت زیری، د نجات بخښونکی ظهور او د عدالت برقراره کېدا، د تاریخ په اوږدو کې د بشریت هیله پاته شوې ده او دا هیله به له شک پرته پوره شي
هغوی د سلوغۍ د میاشتې ۲۲ د ایران د ولس تاریخ اختر وبلله او د دې ورځې په مناسبت د مبارکۍ په ویلو سره، زیاته کړه: په هیڅ یو انقلاب کې دا نه دی لیدل شوی چي خلګ دې ۴۶ کاله وروسته، د خپل انقلاب په کلیزه کې سړکونو ته ووځي.
حضرت آیتالله خامنهای همدارنګه د انقلاب د اصلي خاوندانو یعني د ایران ولس او د سلوغۍ د ۲۲ د اصلي اتل یعني امام خمیني ره په خلاف د دښمنانو نه درېدونکې تبیلغاتو او پروپاګنداو ته په اشارې سره، وویل: ولس په داشان حالاتو کې، پروخت باندې په ټولو ښارونو او کلو کې سړکونو ته ووتل او خپل دریځونه او څرګندونې نړۍ ته وښودله.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i157252-