IQNA

الازهر؛غزې تړانګه دې د فلسطینیانو له کوچولو پرته ورغول شي

10:36 - February 15, 2025
د خبر لمبر: 3490641
ایکنا – د مصر د الازهر  اسلامی مرکز په یوې اعلامیې کې له غزې تړانګې څخه د خلکو له ویستلو پرته د بیا رغونې او پخپل ټاتوبو کې د فلسطین د ملت د مقاومت د پياوړي کولو په باب د مصر او عربو هیوادونو د دریځ  د ملاتړ غوښتنه وکړه.

ایکنانیوز د فلسطین د اسلامی مرکز له قوله راپور ورکړی،الازهر اسلامی مرکز پخپلې اعلامیې کې  په غزې د اور بند دموافقې داجرا او ددغې سیمې د خلکو په ضد د تیریو ددریدا  لپاره د دباؤ په زیاتولو ټينګار وکړ.

الازهر مرکز په دغې اعلامیې کې وئيلي دی، نه اجرا کیدونکو لارو چارو ټآکلو ته د فلسطینیانو  داجباري اړباسلو لپاره له هرډول هڅې سره  خپل مخالفت اعلان کړ او پخپل ټاټوبي کې د ژوند او د قدس شریف په پلازمینې  د فلسطین د خپلواکه هیواد د جوړولو لپاره د فلسطین د ملت پر روا حقوقو ټينګار وکړ.

 الازهر اسلامی مرکز په دغې اعلامیې کې  له عربو او اسلامی هیوادونو او د نړۍ له درستو پتمنو   وغوښتل ، د فلسطینیانو د ویستلو د پلان په وړاندې دې مقاومت وکړي او خبرداری ئې ورکړ، دمظلومانو  سره مرسته کولو ته دنړیوالې ټولنې بې پامي  اوبې پروائي ،د عدالت د اصولو د له مینځه تلو او د نړۍ د امن د ګډوډولو سبب کیږي.

ددغې اعلامیې په یوې بلې برخې کې د نړۍ له دیني اورګانونو هم غوښتل شوي دي،د فلسطینیانو په دفاع کې دې خپله چُپتیا ختمه کړي.

الازهر همداراز ټينګار کړی دی، په دې باب د چغې پورته کول،د خداي  تعالی او تاریخ په وړاندې یو لوي مسئولیت دی او هغه څه چې په فلسطین کې تیریږي،ممکنه ده نړۍ د ظلم او استبداد زمانې ته بیرته وګرځوي. 

https://iqna.ir/fa/news/4265908

captcha