ایکنانیوز د صدای البلد له قوله راپور راکړی، ددغه مرکز په اعلامیې کې وئيل شو يدي، افراط پالنې پر اجتماعي سولې سیوری غوړولی دی او د الازهر دفاعي برخې په درستې نړۍ کې د پيښو په تعقیونې سره ، په لندن کې د ترکیې د کنسولګرۍ په وړاندې د قرآڼ د سوځولو هڅه چې ددغې پيښې د مخنیوي لپاره د ځينو کسانو له تاؤتریخجن مداخلت سره یو ځاي وه، تعقیب کړې ده.
په دغې اعلامیې کې دغه راز راغلي دي ،یو کس چې په دغې پيښې کې ئې د قرآن کریم د یوې نسختې د سوځولو هڅه کړې، له دې مخکې په ټولنیزو چینلونو کې په پُسټ کې وئيلي وو، چې د سلوان مومیکا په خاطر کې چې په ۲۰۲۳کال کې ئې د سویډ په سټاکهم کې د یوه مرکزی جومات مخې ته د قرآن یوه نسخه سوځولې وه، او څه ورځې مخکې په سویډ کې په یوه فلیټ کې ووژل شو ، لندن ته تللی او قرآن به وسوځوي.
دغه پيښه په ۲۰۱۹ کال کې دنیوزیلینډ د پيښئې په څير د مسلمانانو د قتل عام په موخې سره د سنګاپور په یوه جومات د حملې لپاره د پلانونې په دلیل د سنګاپور د پولیسو په وسیله په دغه هیواد کې د یوه سرزوري کس له نیول کیدا وروسته رامینځةشوې ده.
رسمي څيړنو ښودلې ده چې په ؛نکلی مشهور تورن کس ، د آنلاین ویډيوئي او تاؤتریخجنو لوبو له لارې او همداراز د زوړپالو عناصرو سره دخبرو له لارې ددغه اقدام ټرنینګ کړی او د سپين پوستو دبرلاسه نظرئې د یوه پلوي برنټن تارنټ په وسیله د نیوزیلینډ د تاریخ دترټولو خونړۍ پيښې په توګه د نیوزیلینډ د کریسنټ چرچ په جومات باندې د حملې په شان، د سنګاپور په جومات د حملې نیّت درلود.
ددغو دواړو پيښو تعقیبول دې مسئلې ته اشاره کوي، چې هر دواړه د هغو زوړپالو لیدتوګو سره چې پخپلو پلویانو کې کې د توپير او کرکې د سسټماټيک کولولپاهر هڅه کوي، اړونده ده او دې موضوع له دې مخکې د نیوزیلینډ د پیښئې په شمول په ډيرو اسلام ضده حملو او اقداماتو کې هم خپل ځان ښودلی دی.
دغه شان پيښې ددې ښودنه کوي، چې داشان پيښې د هیڅ یوې ټولنې په ګټه نه دي ،پلکې په ځان پسې منفي پایلې لري او د ټونلنې په ویشلو سره به تاؤتریخوالی لا زیات کړي او دا هماغه شی دی چې په لندن کې د قرآن د سوځولو په پيښې کې دغه افراط پال حرکت ته د ځواب لپاره یو کس په تاؤتریخجن مداخلت سره ورته ځواب ورکړی او موجود ټول دډې شاهدان وو.
https://iqna.ir/fa/news/4266325