IQNA

په سویډ کې د قرآن سوځونکي عامل د مړي عجبیه برخلیک

13:31 - February 17, 2025
د خبر لمبر: 3490654
ایکنا – ځینو رسندویو  په راپورونو کې ووئيل،په سویډ کې د قرآن کریم د نخسو سپکاوی کونکي سلوان مومیکا  مړی  له دې  وروسته چې د هغه خپلوانو د هغه د جنازې  دترلاسه کولو لپاره هیڅ اقدام ونه کړ، د سویډ حکومتي مسئولانو د هغه مړی په اور کې وسوخوه.

ایکنانیوز د سیاست له قوله راپور راکړی،  د سویډ چارواکو په یوې اعلامیې کې ووئيل، په دغه هیواد کې د قرآن د سپکاوي کونکي عامل سلوان مومیکا مړی  ئې  له دې وروسته چې د هغه د ترلاسه کولو لپاره هیچا  مراجعه ونه کړه، دا مړی ئې وسوځوه.

د هغه پُسټ په اساس چې  Current Report  خپور کړی، د سویډ چاروکو څو ځله  د مومیکا له خپلوانو سره رابطه وکړه،خو هغوي  هیڅ ځواب ترلاسه نه کړ.بلاخره ئې د هغه د مړی د سوځولو فیصله وکړه.

مومیکا چې ځان ئې اسلام ضده معرفي کاوه، دجنورۍ په ۲۹ نیټه  د سویډ  په Hovsjo    سیمې کې له ټيک ټاک څخه د ژوندی خپرونې  په وخت په ډزو هلاک شو.

د مومیکا له هلاکت وروسته  د سویډ پولیسي چارواکو د هغه د مړی د سپارلو لپاره د هغه  له خپلوانو سره ډيرې  رابطې وکړې  خو هغي پولیسو ته هیڅ ځواب ورنکړ.  په عین حال کې  له یوې مودې  وروسته چې ددغه جنایتکار د خپلوانو له خوا کوم ځواب ترلاسه نه شو ،نو   چارواکو له مدعي  پرته د مړو له پروټوکول څخه پیروي وکړه او د هغه مړی ئې  په اور کې وسوځول شو.

د سویډ چارواکو  د مومیکا د مړی له ایرو سره اړونده  جزئيات  یا  دهغه له دوسیې سره اړونده  هیڅ ډول قانوني  اقدام نه دی خپور کړی.

 دهغه  په ډزو هلاکت  د مسلمانانو او قرآن سوځونې په ضد له نفرت خورونې سره اړونده  د یوې دوسیې  د فیصلې له صادریدا څو ساعته مخکې ترسره شو.

د ۲۰۲۳کال د جون له ۲۸ څخه  سلوان مومیکا د پولیسو په ملاتړ سره  په سویډ کې د څو مسلمان اکثریت لرونکو هیوادونو د سفارتونو او جوماتو په وړاندې  د قرآن کریم څو نسخې سوځولي وې. چې بلاخره د هغه مړی هم په سویډ کې قانونا وسوځول شو.

د سلوان مومیکا یوه دوست سلوان نجم  له ایس وی ټي  خبری چینل سره په خبرو کې  وئيلي دي، چې هغه هم ګواښل شوی دی او  هغه ته وئيل شوي دي چې  ورپسې  د تا وار دی.

وئيل کیږي د مومیکا له وژلې سره  په ارتباط کې  پنځه کسان نیول شوي   دي چې ټول د  ښار اوسیدونکي دي .که څه هم  تراوسه پورې  د هغه د وژلې انګیزه نه ده مشخصه شوې ،خو ډیری په دې اند دي چې په تیرو وختونو کې د مومیکا جنجالي او سپ اقدامات د هغه د وژلې سبب شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4266670

captcha