
ایکنانیوز د عربی۲۱ له قوله راپور راکړ،د صهیونیسټي رژيم د ملاتړو شرکتونو په ضد په هغو ولسی بایکاټونو کې د امریکا سټارباکس شرکت چې تیر کال راهسې او په غزې تړانګې کې د اسرائيلو په جنایتونو پسې شوي دي، هماغه شان له پراخو تاوانونو سره مخامخ دی.
د سټارباکس شرکت د مدیره پلاوي مشر براین نیکول متحده عربی اماراتو ته د خپل دوه ورځې مخکې سفر کې توضیح ورکړې چې بایکاټونو د شرکت پلورنې ته ډير زیات تاوانونه رسولي دي.
هغه په هغه ویډیوئي کلیپ کې چې په ټولنیزو چینلونو کې خور شوی ،د یوه پیغام په خپرولو سره له خپلو ګاهکانو څخه غوښتي څو په درستې نړئ کې دې ددغه شرکت دڅانګو له بایکاټولو لاس واخلي او وئيلي ئې دي، بایکاټونو دغه شرکت د دیوالیه کیدا تر درشله رسولی دی . هغه ووئيل؛ مونږ له هیڅ یوه پوځه ملاتړ نه کوو.
بلومبرګ خپرونې د نیکول له قوله وئيلي دي، د قهوې د پلورنې په زمینې کې دغه فعال شرکت نیّت لري، کابو پنځه سوه نوي پلورنځایونه افتتاح کړي او په مینځني ختیځ کې په راتلونکو پنځو کلونو کې پنځه زره کارکسبونه رامینځةکړي.
د ۲۰۲۳ کال له کتوبر څخه ، د امریکا سټارباکس قهوه پلورونکي شرکت د عربانو او نورو نړیوالو پتمنو ملتونو د بایکاټونو په شیشت کې ورغلی او ډير زیات تاوانونه ئې زغملي دي.
له بل پلوه امریکائي فعالانو په همداوروستیو کې دیوه کمپاین په پیلولو سره ، له نیواکګر صهیونیسټي رژيمه دملاتړ په دلیل دسټارباکس دبایکاټولو غوښتنه کړې ده.
دغو فعالانو په یوه سمبولیک اقدام کې په واشنګټن کې د سټارباکس د یوې څانګې په وړاندې په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي نیواکګر رژيم د وحشي ډوله پوځ خونړیو جنایتونو او نسل وژنې او د دوي څخه د سټار باکس ملاتړ ته په اشارې د سټارباکس په لاګو سره د قهوې له ګلاسونو اوپيالو څخه چې په هغو کې ئې سور رنګ اچولی ؤ، لاسونو کې اوچتې کړې او رنګ ئې ورڅځه په مځکه تویوه.
ددغه کمپاین ترسره کونکو چې د ؛د انسانیت په خاطر مرګ ؛ نومې تنظیم په وسیله ترسره شوی، ټينګار کړی چې د سټارباکس دقهوې هره یوه پیاله یا ګلاس برابر دی ، د فلسطین دملت د وینې بهولې له دوام سره .....
https://iqna.ir/fa/news/4266519