ایکنا - د تمدن ټيلویژني چینل مسئولانو د افغانستان په رسندوئي تاریخ کې ترټولو لوي قراني پرګرام ؛میلمستیه؛ نومې پروګرام د ریکاډولو د پاي خبر ورکړ او وې ويل؛ دغه ځانګړی پروګرام په دیرشو برخو کې برابر شوی دی او ټاکل شوې ده دد روژې په مبارکې میاشتې کې ددغې رسانۍ له لارې خپور شي.

ایکنانیوز د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړی،د تمدن ټيلیوژني چینل د مسئولانوپه وینا، د ؛میلمستیه پروګرام؛ د تمدن ټيلویژني چینل په ترټولو لويې سټوډیو کې د خداي غواړو زرګونو مومنانو د شتون او ولولې ځلا ده .
دغه قرآني محفل د شعه اوسني مسلمانانو په کوربه کسانو،غوره مداحانو، ویناوالو او ملی اونړیوالو قاریانو په شتون سره اجرا شوی او څه دپاسه۲۵۰ قرآنی داستانونه او کیسې پکې شاملې دي.
ددغه ټيلیويژنی پروګرام د تو لید موخه ، په مسلمانانو کې د ورورولۍ او یو زړتوب پياوړتیا او د قرآني تعلیماتو دودید ا بلل شوې ده .

ددغه پروګرام پروډیوسر یا برابرونکي محمد یاسر محسني ددغه پروګرام دد جوړښت په باب ووئيل، د قرآنی موضوعګانې د روژې د مبارکې میاشتې د درو لسیزو سره په تناسب سره برابر شوی دی.
لومړئ لسیزه؛ ځان جوړول او طیبه حیات ته د رسیدا لاره!
دوهمه لسیزه ؛ د قرآڼ کریم له نظره سالمه ټولنه!
دریمه لسیزه؛ د شب قدر، قرآڼ ، حضرت علی (ع) استغفار او الهي رحمت ته امید په څير موضوعګانې.
هغه ووئيل؛ ددغو بحثونو د بیانولو لپاره د افغانستان هیواد قرآني او علمي ظرفیّتونه غونډ شوي څو قرآنی مفاهیم په یوه نننی او ماډرن چوکاټ کې داخلی او بهرنیو مخاطبانو ته وړاندې کړي.


https://iqna.ir/fa/news/4266912