IQNA

د تقلیدی تلاؤتونو دجشنوارې دریمه ورځ

په قزوین کې د شهید حسن نصر الله په باد کې قرآني محفل ترسره شو

10:14 - February 24, 2025
د خبر لمبر: 3490687
ایکنا – په لبنا کې د مقاومتي چورلیز د اکو شهیدانو دجنازې له دستورو سره په یووخت د ایران قزوین ښارهم د ایران د نړیوالو قاریانو په شتون سره د قرآڼ کریم سره د انس د محفل کوربه ؤ.

د ایران د اوقافو او خیریه چارو د دادارې د قرآني چارو مرکز مشر حمید مجیدی مهر  د تقلیدی تلاؤتونو ددوهمې ملی جشنوارې په څنډې کې  ایکنانیوز سره په خبرو کې  په قزوین ښار کې د دغه جشنوارې (د کب د میاشتې له دریمې تر شپږمې نیټې پورې )ترسره کیدا ته په اشارې سره  ووئيل؛ ددغې جشنوارې دترسره کیدا په واسطې سره د غوره شخصیّتونو اوزلمیانو پشمول ډير زیات قرآن پال سره غونډ شوي دي، نو ځکه دې ته په پام سره چې  د کب د میاشتې پنځمه نیټه  د مقاومت د حوزې د شهیدانو د پاکو جنازو دستورې ترسره شوې، نو په دې مناسبت  مو فیصله کړې وه چې  د شهیدانو دعاشقانو له ټول سره یو ځاي شو، په همدې خاطر پرون مازدیګر راهسې  د قزوین ښار په امامزاده حسین(ع)زیارت کې مقاومتي جبهې تر ټولو لوړو او غوره شهیدانو  په یاد کې دغه ترټولو لوي قرآني محفل ترسره شو.

هغه ووئيل، په دغه نوراني ځاي چې په ژوندۍ او لائيو بڼه  له مختلفو رسانیو څخه خپریږي، د ایران غوره نړیوال قاریانو قاسم مقدمي ، حمید شاکرنژاد، سید محمد حسینی پورې وحید نظریان د قرآن  کریم  ځيني آیتونه تلاؤت کړل . د قزوین ولایت دسپاه پاسدارانو د قوماندان وینا ،ددغو دستورو یو بل پروګرام ؤ.

مجیدي مهر دې ته په اشارې سره چې د مونږ شهیدان د قرآن دلوړاوي لپاره لاړل ، ووئيل؛ داسې کار چې  اوس ئې ترسره کوو، د قرآڼ د نامې د لوړتیا لپاره دی. ان شا الله  د شهیدانو په شان  د کلام الله مجید عاملان شوو. د مونږ اعتقاد دا دی چې د مقاومت د چورلیز دبریالیتوب علت  دا دی چې د دوي اساس ،یو قراني اساس دی.

برپایی محفل قرآنی ویژه شهدای محور مقاومت

https://iqna.ir/fa/news/4267716

captcha