ایکنانیوز راپور راکړی، د اسلامی تمدن او کلتور او د ژواک چاپيریال د نړیوال سمینار علمي منشي نصرJ نیلساز ددغه سمینار په لومړۍ ورځ (د کب په اومه) ددې خبرې په کولو سره چې نن سبا د ژواک چاپيریال ساتل د مختلفو هیوادونو دمتفکرانو یوه جدی اندیښنه ده ،ووئیل؛ طبیعت ته د انسان د نظر بدلیدا او د ژواک چابیریال د ساتنې لپاره له طبیعت سره د نزدیکت او دوستۍ د احساس د فرهنګ رامینځةکیدا اساسی رول لري ،نو ځکه د اسلامی تمدن او کلتور او د قرآنی مطالعاتو ایرانۍ ټونلې ، د ایراني اسلامی او انساني علومو او د کلتور او هنر او اخلاقو او ادبیاتو او دځینو نورو حوزو باندې په مشتمل اووچورلیزونو کې سمنیار پلان کړی دی.
نصرJ نیلساز ددې خبرې په کولو سره چې څه د پاسه سل مقالې د سمینار سکرټریټ ته رالیږل شوي دي ،زیاته کړه، دغه مقالې او مفاهیم د موضوع ډولوالی ښي او په دوو ورځو کې به په څلورو ناستو کې د سمینار اوه چورلیزونو باندې غور او اروزنې او فکر او بحثونه وشي چې په ټولنې کې د یوشمیر دوستانو د اوو میاشتنیو هڅو نتیجه ده .
ددغه سمینار علمی منشي روښآنه کړې ده، ژواک چاپيریالي اندیښنې او په وروستۍ او څوارلسمې پيړۍ کې د قرآن د تفسیر په حوزې کې طبیعت ته توجه ته مفسرانو خاص پام کړی دی؛ په وروستیو پیړیو کې د د تفسیر د داسې علمي کړچار شاهدان یوو چې طبیعت ته ئې خاص توجه کړې ده.
هغې ووئيل؛ د قرآنی علوموپه حوزې کې هم د سید قطب په وسیله په قرآن کې هنري انځور ګرۍ نظر مطرح شوی او د سید قطب په قرآن کې مشاهد القیامه او التوصیر الفنی فی القرآن نومې دوو کتابونو کې ئې انعکاس موندلی دی.
نیلساز هیله وښودله؛ یوه ورځ راورسیږي، چې طبیعت ته په اخلاقو او انصاف سره حکیمانه نظر ولرو او دا مسئله دټولو انسانانو په ذهن کې خواره شي او ټول په دغه آیت شریف عمل وکړی چې فرمائيلي ئې دي؛ الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللَّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىٰ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَٰذَا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّار.
https://iqna.ir/fa/news/4268224