IQNA

د کربلا د ؛العمید جایزې  د قرآن په نړیوالو سیالیو کې د ۲۲ هیوادونو ګډون

14:39 - March 04, 2025
د خبر لمبر: 3490734
ایکنا – د کربلا د ؛العمید جایزې ؛ په عنوان سره د قرآن د تلاؤت دنړیوالو سیالیو دوهم پړاؤ  د روژې د مبارکې میاشتې په رارسیدا سره  په یووخت په کربلا کې د ۲۲ هیوادونو  په ګډون سره پیل شوی دی.(لید)

ایکنانیوز  د الکفیل له قوله راپور راکړی، دغه سیالۍ  د عباسی مقدس آستان به همت سره  د ځوانانو او زیات عمر لرونکو  په دوو  ډلو کې ترسره شوي دي او  د ځوانانو په ډلې :ې  لسو کسانو او د زیات عمر لرونکو په ډولې کې  هم دیرشو کسانو ګډون کړی دی.

له عربو ،آسیائي او افریقائي هیوادونو څخه قاریان په دغې پيښې کې شتون لري  او مصر ، ایران ،انډونیشیا ، افغانستان، ملایشیا ،جنوبی افریقا او هندوستان  په دغو نړیوالو سیالیو کې  له ګډون کونکو هیوادونو څخه دي.

دعباسی مقدس آستان د قرآن د  علمی کمپلیکس مرستیال مشر علاءالموسوي  په دې باب ووئیل؛  د العمید جایزې د قرآن تلاؤت نړیوالو سیالیو  دوهم پړاؤ  د ځوانانو په ډلې کې د لسو ګډون کونکو  د شتون شاهد   دی او په دې کې عراق او نور اوو هیوادونو نمایندګانو  ګډون وکړ.

 هغه ووئيل،د  سیالیو نړیواله کمیټي د نړیوالو سټينډرډونو  په اساس په  دغو سیالیو چې د روژې دمبارکې میاشتې له پیلیدا سره په یووخت پیل شوي دي ، څارنه کوي.

الموسوي روښانه کړې ده ، د سیالیو لوړې کمیټي د ګډون کونکو د منلو لپاره  خاص شرائط او اصول اعلان کړي چې  د دوي دتوانمنیو  او د عمر  له پلوه  ورسره سمون  خوري.

د وئيلو ده ،  د کربلا د العمید جایزې د قرآن د تلاؤت نړیوالې سیالۍ  د قرآنی کلتور د  خپراوي په لړ کې  دعباسي  مقدس آستان له فعالیتونو څخه دي چې تیر کال  ئې  لومړنی بړاؤ  د ۲۱ هیوادونو د استازو په  شتون سره په روژې مبارکې میاشتې کې ترسره شو.

 

https://iqna.ir/fa/news/4269384

captcha