IQNA

د کربلا د قرآن نړیوالو سیالیو دوهمې مرحلې ته د ایرانیو قاریانو رسیدل

8:04 - March 16, 2025
د خبر لمبر: 3490804
ایکنا -  د کربلا  د ؛العمید جایزې  د قرآن  نړیوالو سیالیو  په دوهم پړاؤ کې  ګډون کونکي  ایرانیان د سړیو په ډلې کې ددغې سیالۍ دوهمې مرحلې ته ورسیدل.

ایکنانیوز د الکفیل له قوله راپور راکړ،  دعباسی مقدس آستان اړونده مسئولانو  د سړَیو   دعمر په ډلې کې د العمید جایزې د قرآن دتلاؤت  د نړیوالو سیالیو د دوهم پړاؤ دهمې مرحلې ته  د لاره موندونکو نامې  اعلان کړې.

دغه سیالۍ د عباسی مقدس  آستان د قرآڼ دعملي کمپلیکس  په همت او د ۲۲ هیوادونو د قاریانو په شتون سره ترسره شوي دي چې  د سړَیو  په ډلې کې دیرش کسان او د ځوانانو په ډلې کې ۱۰ کسان دي.

 په دغو سیالیو کې د درو ایرانیو قاریانو پشمول  د سړیو په ډلې کې له دیرشو ګډونکونکو څځه پنځلس  کسان دوهمې مرحلې ته رسیدلي دي چې نامې ئې هم اعلان شوي دي چې په دې ډول دي.

 له مصر،ایران، انډونیشیان، تانزانیا، عراق،افغانستان، ترکیې فیلیپین ،لبنان څخه  محمود کمال‌الدین، حمیدرضا مقدسی،  اسامه عبدالحمزه کربلایی محمد رزقن طلحه کنکالو،عمار سالم الحلی،عزت سید محمد علی راشد،محمد حسن حسن زاده، رحیم شریفي ، بلال همفي، مصطفی عبدالساده، محمد علی قاسم،سعید پروزیزي  او محمد نذیر اصغر. 

همداراز ،شیخ محمد بسیونی له مصر، باسم العابدی له عراق، مشتاق العلی له عراق، عبدالکبیر حیدری له افغانستان، محمد عصفور له مصر، شید حسنین الحلو له عراق، سید کریم موسوی، مبتهل ایرانی و محمد رمال، مبتهل لبنانیان د سیالیو د قاضیانو د کیمټې غړي دی چې په دغو سیالیو څارنه کوي.

د وئيلو ده چې د کربلا د العمید جایزې د قرآڼ نړیوالې سیالۍ  د  د ټولنې او وګړي  په نیکمرغئ کې  د یوه مهم کړچار په توګه  د قرآنی کلتور د خپراوي په خاطر د عباسی  آستان یوه هڅه ده او له عربو ،آسیائي ،  او افریقائي هیوادونو څخه قاریان  ددغو سیالیو په دوهمې مرحلې کې  چې په روژې مبارکې میاشتې کې روانې دي ، ګډون کړی دی.

مصر ،ایران ،انډونیشیا، افغانستان ،ملایشیا،جنوبی افریقا،  او  هندوستان   د کربلا د قرآن  دنړیوالو سیالیو په دغه پړاړ کې  ګډون کونکي هیوادونه  دي او تیر کال  ئې لومړنی پړاؤ  د روژې په مبارکې میاشتې کې  او د  ۲۱ هیوادونو د نمایندګانو په شتون سره ترسره شو. 

https://iqna.ir/fa/news/4271994

captcha