IQNA

یو مصری شناندی!

د قرآن د آیتونو په وړاندې کولو کې د مصنوعي ذهانت(اې آئي)چیلنجونه

13:49 - March 19, 2025
د خبر لمبر: 3490824
ایکنا – مصنوعي هوش یا ذهانت(اې آئي) په اوسنۍ زمانې کې د ټيکنالوجۍ  د حوزې یو  ترټولو څرګند بدلون دی او  ددینی متنونو د وړاندې کولو پشمول په ډیری موردونو کې ورځیني استفاده کیږي.

ایکنانیوز راپور راکوي، اینټلیجنس آرټيفیشل  د ټيکنالوجۍ پهنړۍ کې یو ښه آوزار دی ، له مصنوعي ذهانت څخه بحث ،نن سبا ډير اهمیّت لریا و  وئيل کیدلی شی چې مصنوعي ذهانت  د انسان هغه ټوله فعالیتونه په غاړه اخستي دي  چې  له معرفتي  فعالیتونو رانیولې تر فکری فعالیتونو پورې ټول پکې شاملیږي.

د فقهیانو،دیني عالمانو او مبلغانو یوې ډلې،د قرآن د آیتونو تحریف ته په پام سره  د  مصنوعي ذهانت او   واټس اپ په شان د انټرنیټي پروګرامونو د ځانګړنو پروژو د پراختیا په باب خبرداری ورکړی دی.

عالمانو له دیندارو خلکو غوښتي دي ، د مصنوعي ذهانت په څير  ناپيژندل شوي  پروګرامونه او پلیټ فارمونه  دې نه کاروي او پوهه دې شي چې د قرآن حفظ او دهغه نص داسې مسئولیت دی چې ټول مسلمان سړي اوښځې باید ورته توجه وکړي.

د مصر د ؛صدای البلد؛ ورځپاڼې شناندي محمد عسګر  په دغې ورځپاڼې کې په یوه یاددښت کې  د مصنوعي ذهانت  او  په قرآن کې  د هغه  د کارونې په باب د قرآن اوحدیثو په باب د مصنوعي ذهانت دټيکنالوجۍ د ډيټاز  په وړاندې کیدا کې  تیروتنو ته  اشاره کړې ده او وئيلي ئې دي؛ آرټیفیشل انټیلیجنس په اوسنۍ زمانې کې دټيکنالوجۍ  د حوزې یو ترټولو څرګند بدلون دی او د دیني متنونو پشمول  په ډیرو موردونو کې ورڅخه استفاده کیږي.

په دې مینځومیان کې قرآن کریم یو داسې ترټولو مقدس  دیني متن دی چې  مصنوعي ذهانت   هغو ته د لارسي د آسانتیا او د آیتونو د مطالعې د آسانتیا لپاره  استعمالیږي ، په عین حال کې د قرآن په نص کې د اې آئي  کارول له چیلنجونو سره مخامخ دي، په تیره بیا  د قرآن د آيتونو  په وړاندې کولو او یا د سرچینو د ارزونې په بحثونو کې.

چالش‌های هوش مصنوعی در پردازش آیات قرآن

په همداوروستیو کې  په نړۍ کې له مصنوعي ذهانته  استفاده ډيره زیاته شوې ده او دغه ټيکنالوجي په نړۍ کې په میلیونونو کارؤنکي ځان ته جذب کړي دی، سره له دې چې د مصنوعي ذهانت ټيکنالوجۍ د کشفیدا ډیر وخت نه تیریږي، خو له دغه آوزار څخه استفاده  په کارؤنکو کې ډ‌يره دود شوې ده .ځکه چې سهل الوصول او  دهغو له خدماتو څخه استفاده وړیا او ټول ورته لاس رسی  لري او همدغه  مسئلې  دا اندیښنه رامینځةکوي چې  ورڅخه ناسمه استفاده کیږي  یا  په دیني چارو کې ورباندې استناد اوتکیه کیږي.

دټيکنالوجۍ په روڼتیا سره ، په دیني مسئلو کې له مصنوعي ذهانته د استفادې په زمینې کې  جدي چیلنجونه رامینځةشوي دی اودغه مسئله په تیره بیا  د قرآن د آیتونو په ارزونې کې د مصنوعي ذهانت  دتیروتنې په باب  دخبرونو له خپریدا وروسته  ډير اهمیّت لري.

په همدې دلیل  ددیني عالمانو له خوا،  په دیني چارو کې د په مصنوعي ذهانت او یا نورو ناباؤره ټيکنالوجیو باندې  د استناد په باب  خبرداری ورکړل شوي دي او د قرآڼ د نص تحریف یوه داسې ترټولو مهمه مسئله ده چې  له مصنوعي ذهانت څخه په استفادې کې لیدل شوې  اویو ترټولو خطرناک مشکل  چې ممکنه ده  ددیني اوفرقه وي اختلافاتو سبب شي، د قرآن تحریف دی. 

چالش‌های هوش مصنوعی در پردازش آیات قرآن

مصنوعي هوش یا ذهانت  په لومړیو وختونو کې  په وردوی ډيټاز ډیره تکیه  لري، په  دې اساس ناسم ډیټاز او بې باؤره معلومات  دناسمونتیجو  سبب کیږي. پر دې سربیره  مصنوعي ذهانت چټ رباټونه  ټولو ته په آزادې  اووړیا لاس رسي سره اجازت ورکوی چې ډیټاز ته وارد شی  او په نتیجو کې حتی د ګوګل اومټا په څير مشهورواوسترو شرکتونو کې هم د سرچ یا لټون  له پرمختللو  مډلونو سره سره  دتیروتنې احتمال زیاتیږي.

 او البته اوس  له تخنیکي پلوه یوه پوښتنه باقي پاتیږي، او هغه دا ده چې ولې مصنوعي ذهانت د قرآن دآیتونو  په ذکر  اوبیانولو کې تیروتنه کوي. دا مسئله څودلیلونه لري په  هغې رودې سره چې مصنوعی ذهانت  د متنونو  او ژبې  په  استعمالولو کې کاروي ،اړوندیږي، د ځینواحتمالي دلیلونو په باب درسره غږیږو.

 1   د اطلاعاتو په اټومیټیک توګه موندل!  د مصنوعی ذهانت مډلونو ته په ډیرومتنونو کې زده کړې اوروزنې ورکول کیږی او کله کله هم ممکنه ده ،د یوه خاص   آیت د ارزونې  او وړاندې  کونې  په وخت،سربداله اوتیروتنه وکړي، په تیره بیا که آیتونه اوږد او د نوروآیتونو ته ورته والی ولري.

2  غیر دقیقه ترجمه  یا تفسیر؛  سره له دې چې مصنوعي ذهانت  هڅه کوي، آیتونه په دقیق ډول ذکر کړي،خو  په لیکنې اویا ترجمې  کونې کې  ظریف توپیرونه  د تیروتنې سبب کیدلی شی، همداراز   ممکنه ده  په هغوآیتونو کې چې  ورته او یوشان معناګانې لري، یوشان والی  ولرل شي، اومصنوعي ذهانت ونه توانیږی  هغه په سمه درک یا تفسیر کړي.

3    د پروګرام د لیکنې  اوروزنیز محدودیّتونه ؛  آرټیفیشل  اینټیلیجنس ټيکنالوجي هغه ژور دیني  درک چې   دیني عالماناوفقیهان ئې لري،  نه لري،  مصنوعی ذهانت  په هغو  احصایواوریاضۍ ماډلونومشتمل دی چې کله کله ممکنه ده ،تیروتنه وکړي،سره له دې چې  دغه ټیکنالوجي  دمتنونو  دارزونې وړتیا  لري،خو دیني  اواعتقادي ارزښتونه  په ژوره سویه درک اوتفسیر ته اړتیا لري.

4 د ډيټا دمرکزونو محدودویّتونه؛  د قرآڼ ځيني  نسخې  چې مصنوعی ذهانت ته پر هغوی  باندې ټرنینګ  ورکړل شوی،ممکنه ده ناقص  وی  یا ئې آیتونه کامل نه وي.

په پاي کې باید ووئيل شي، لا ښه ده په دغو شرائطو کې باؤری سرچینو او دقیقو قرآنی متنونو ته رجوع وشی او که  دقیقو آیتونو یا سم تفسیر ته اړتیا وي،نوپخپله قرآن  یا د تفسیر اوشرحې  تخصصي ویب پاڼو ته مراجعه پکار ده.

https://iqna.ir/fa/news/4272082

captcha