IQNA

د اردن په لسګونو زره خلکو د فلسطین په ملاتړ کې پراخې مظاهرې وکړې

12:14 - March 22, 2025
د خبر لمبر: 3490844
ایکنا – د اردن د پلازمینې امان په  لسګونو  زره خلکو پرون له جمعې لمانځه وروسته په غزې تړانګې  کې د اسرائیلي جنایتکار رژيم  د وحشیتوب دبیرته پيلیدا په محکومیّت کې سترې مظاهرې وکړې.

ایکنانیوز د factjo  له قوله راپورراکړ، د اردن د پلازمینې په لسګونو زره خلکو پرون د جمعې لمانځه له اقامې وروسته د غزې د خلکو څخه په ملاتړ کې پراخ او لوي لاریون وکړ.

په دغه لاریون کې ګډون کونکو د روژې په مبارکې میاشتې کې په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټي رژیم  حملې په سخته محکومې کړې.

په دغومظاهرو کې چې د  اسلامی غورځنګ  او  له وطن  د ساتنې او له مقاومت څخه دملاتړ ملی ټولنې  په بلنې سره  او د ملی ،سیاسی، ګوندي او صنفي  شخصیّتونو او فعالانو په ګډون سره ترسرهشوې، ګډون کونکو بیت المقدس  پرته بل ځای ته کوچیدا ممنوع  په څير د شعارونو په ورکولو سره  د فلسطینیانو لباره د بل وطن د جوړولواو د  کډه په سر کیدا په لړ کې له هرډول دسیسو سره  خپل سخت مخالفت  اعلان کړ.

په دغه لاریون کې برخه اخستونکو  خلکو همداراز په غزې تړانګې کې د روانې نسل وژنې په محکومیّت کې د شعارونو په پورته کولو سره ،پراسلامی اوعربی حکومتونوهم غږ وکړ چې  د اسرائيلو د دغوجنایتونو د دریدا، دغزې تړانګې دخلکو د  کلابندۍ د ختمیدا  او  دغې سیمې ته د فوری انسان دوستۍ د مرستو د واریدیدا  داجازت  لپاره دبیړنیواقداماتو په ترسره کولو کې بیړه وکړي.

 ګډون کونکو  د قدس د کنډکونو د ویندوي ابوحمزه  دشهادت په ویر کې  د هغه شجاعت، قدرت او میړنتوب  وستایه او هغه ئې د هغه مقاومت سرلوړي او عزت  چې ذلت اوتسلیمیدا ردوي  او خپل ژوند او وینه  د هغه ددوام په لاره کې قرباني کوي،  ستاینه او قدرونه  او درنښت وکړ.

مظاهره چیانو   همداراز د  امریکایانو خیانت چې صهیونیسټي دښمن ته ئې اجازت ورکړ، د اوربند موافقه لغوه کړي  او د غزې دخلکو  عامه وژله بیا پيل  کړي، محکوم کړ او د  امریکا حکومت ئې چې په غزې  تړانګې  د اسرائيلو دتیریو له هماغه پیله  په توغندیو او بمونو په لیږد سره  ددغوجنایتونو مالی ملاتړې ده ،  په غزې کې د خونړیو پيښو او جنایتونو شریکه وبلله.

https://iqna.ir/fa/news/4273251

captcha