ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ،د اسلامی تمدن او نبوي سیرت میوزیم او د نړیوال نندارتون د سنګال څانګه تیره اونۍ افتتاح شوه.
د سنګال ولسمشر مکي سال په دا وروستیو کې په رسمي توګه ددغه میوزیم ډکار څانګه افتتاح کړه.
هغه په پرانیستونکو دستورو کې پخپلې وینا کې د اسلامی ارزښتونو په لا رابرسیره کولو کې چې په دغه میوزیم کې ئې یوه برخه پرانیستل شوې ، د مسلمانانو د نړیوالې اتحادئې د هلو ځلو قدرونه او ستاینه وکړه.
مکی سال همداراز د سنګال او عربستان پیاوړي اړیکې او ددواړو هیوادونو ترمینځ دکلتوري مبادلې او راشه دیرشه لوړتیا لپاره ددوامدارې تعقیبونې وستایلې او زیاته ئې کړه ، په ډیرې لیوالتیا سره په راتلونکي کې کې ددغو اړیکو د پیاوړتیا په تمه دی.
ددغه میوزیم په پرانیستونکو دستورو کې د افریقا د لوئې وچې د یوشمیر عالمانو او حکومتی چارواکو له ګډون سره یوځاي ،د ایم ډبلیو ایل عمومی منشي مرستیال عبدالرّحمن الزید هم شتون درلود.
په دغه نندارتون کې شل مختلفې برخې دي چې د پیغمبر اکرم(ص) د سیرت او د اسلامی تمدن ته مخصوصې دي، له هغه تجسم او انځوریزو آثارو له ټولګې سریه یو ځاي چې د اسلام دتاریخ ښودنه کوي، او له کتونکو سره مرسته کوي ، څ و تصوّر کړي ، دمکې او مدینې ښارونه د پیغمبر اکرم (ص) په پړاؤ کې څرنګه پاتې شوي دي.
په سنګال کې د نبوي سیرت میوزیم له هغه میوزیم وروسته چې د ۲۰۲۴کال په جولائي کې په ریاط کې جوړ شوی ، دمدینې دنبوي سیرت د میوزیم دوهمه څانګه ده.
https://iqna.ir/fa/news/4270513