ایکنانیوز د ترکیا الان له قوله راپور راکوي، د ترکیې د استانبول د ښاروال اکرم امام اوغلو له نیول کیدا وروسته ، په سراچانه سیمې کې مظاهرو او اعتراضونو دوام وکړ، داسې چې مظاهره چیانو په دغه ښار کې د سینان معمار یو ترټولو غوره اثر ؛ شهزاده ؛تاریخي جومات دیوالونه اشغال کړل.
مظاهرې او اعتراضونه ،د جنایتونو د کولو لپاره د یوې جنائي ادارې د جوړولو او په عمومی ټيکو کې د لاسوهنې ، بډې رشتونو د اخستو ، او دغه راز د شخصي اطلاعاتو د غیر قانوني ثبتولو په تورونو د امام اوغلو له نیول کید ا وروسته پیل شول.
په دغو مظاهرو کې اعتراض کونکو له تیزابو او تبرونو څخه په استفادې سره پر پولیسو حمله وکړه او د شهزاده جومات په لور وخوځيدل څو له هغو دیوالونو چې د وخت د تیردیا او ړنګیدا له امله بد حاله وو، برَه ولاړ شي.
دغه جومات د سلطان سلیمان اول په فرمان سره د خپل زوي شهزاده محمد په یاد کې چې په ۱۵۴۳کال کې مړ شوی ؤ. د سینان معمار په وسیله جوړ کړی ، چې د استانبول د معمارۍ یوه ترټولو ښکلي او په زړه بورې ودانۍ شمیرل کیږی.
هغې ودانئ له بډاي تاریخ سره سره ، دهغو دیوالونه د اعتراضونو په بهیر کې لازیات ړنګ شول او مظاهره چیانو وربانډې پوسترې ولګولې او شعارونه ئې ورکړل، یوه داسې صحنه چې د مذهبی ځایونو داحترام په باب ئې ډیرې پوښتنې راولاړې کړی دي.
په یوې بلې صحنې کې ، ځیني اعتراض کونکي د شرابو دڅښکلو په وخت او سیګرټو د څښکلو په حال کې د جومات پر دیوالونو پورته ختلي چې د خلکو د پراخ محکومیّت سبب شوي دي.
شهزاده جومات د عثماني تاریخ او دسنتي معماري د هنر یوه بیلګه ودانۍ ده ، به دغه جومات کې د شهزاده محمد مقبره هم واقع ده چې د خپل پلار سلطان سلیمان له خوا ورته د ؛جواهر شهزاده ؛لقب ورکړل شوی دی.
دغه جومات په ۱۵۴۴ کال کې د ودانیو، مقبرو او مدرسو په مینځ کې د ښار په مرکز کې جوړ شوی او په ۱۵۴۸ کال کې جوړول بای ته رسیدلي وو. د هغه جومات دوې مینارې د معمارۍ له پلوه بې ساري دي . ددغه جومات ودانۍ د اړخونو او ښکلو خطونو له پلوه له نورو جوماتونو سره فرق لري او د سینان معمار لومړنی اثر دی.
https://iqna.ir/fa/news/4273559