IQNA

د قدس نړیوالې ورځې نومول د امام خمینی یو نه هیریدونکی نوښت(مقاله)

16:58 - March 29, 2025
د خبر لمبر: 3490884
ایکنا- د قدس ورځ، د بشریت لپاره د امام خمیني (ره) پروژه او د صهیونیزم د جنایتکارې ډلې پر وړاندې د نړۍ د آزادو خلکو د یووالي فرصت دی

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي، په تهران کې د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ استازي وویل: د قدس ورځ د یووالي د رامنځته کولو فرصت دی. په دې ورځ اسلامي امت د فلسطین د مسئلې په اړه له خدای سره خپل تړون تازه کوي. د قدس ورځ په سیمه کې اسلامي مقاومت متحد او پیاوړی کړی دی.

د پارس ټوډ‌ې د راپور له مخې؛ د مقاومت ټولې څانګې سني او شیعه دواړه دې پایلې ته رسېدلي چې د قدس شریف د ژغورنې او د فلسطین د آزادۍ یوازینۍ لاره، له قدس څخه ملاتړ کول او د اشغال شوي فلسطین د غاصبینو پر وړاندې مقاومت کول دي چې عملا دلته راغلي او اشغالګري یې کړې ده.

د قدس نړیواله ورځ د امریکا او صهیونیسټي رژیم د ټولو شرارتونو د افشا کولو ورځ ده او په دې ورځ د دیني ارزښتونو بیرغ پورته کېږي او د ظلم بیرغ راټولېږي.

د ځینو په ظاهره اسلامي هېوادونو مشران د فلسطین او د فلسطین د مسئلې په اړه بې تفاوته دي او په خپلې چوپتیا سره د صهیونیسټي ظالم، غاصب او نیواکګر رژیم ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې د امام خمیني (ره) په وینا، که مسلمانان سره متحد شي او هر مسلمان یو سطل اوبه توی کړي، ټول صهیونیسټي رژیم به اوبه یوسي او دغه رژیم به په اوبو کې ډوب شي. د قدس نړیواله ورځ د مسلمانانو د یووالي د ښودلو لپاره یو فرصت دی، څو نړۍ ته وښيي چې دوی به د ظلم او تیري پر وړاندې ودرېږي.

له دې سره،  سږکال چې د ایران د اسلامي انقلاب تر سیوري لاندې د قدس د ورځې ۴۶م کال دی، د الاقصی طوفان عملیاتو، په غزه کې د اوربند د موافقې، د فلسطینیانو د جبري کډه کولو په اړه د ټرمپ د وړاندیز او په غزه کې د نسل وژنې د ملاتړو هېوادونو پر وړاندې په امریکا او د اروپا په مختلفو هېوادونو کې د محصلینو پاڅون ته په پام سره ځانګړی اهمیت لري.

په دې لړ کې، په تهران کې د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ استازي ناصرابوشریف، د ایران له مهر خبري آژانس سره په مرکه کې پر مهمو ټکو خبرې کړي چې په لاندې ډول دي:

ناصرابوشریف د دې مرکې په پیل کې وویل: بې له شکه چې د قدس نړیواله ورځ سږکال د سیمې او نړۍ د پېچلو حالاتو، د صهیونیسټي رژیم د حملو او واک ته د ټرمپ د بیا رسېدو له امله ځانګړی ارزښت لري.

هغه زیاته کړه: د ټرمپ د واک ته رسېدو سره، موږ د نړیوال نظم شاهدان نه یو، بلکې له یو ډول زور ویلو او نړیوال جنجال سره مخ یو. موږ د یوه ستر ټکان شاهدان یو چې ټول نړیوال قوانین او تړونونه یې له منځه وړي. موږ د هغه صهیونیسټي پروژو شاهدان یو چې د امریکا لخوا یې ملاتړ کېږي.

د هغه په ​​وینا، سږ کال د قدس ورځ، د فلسطین د محور په شاوخوا کې د ټولو هڅو د متحد کولو فرصت دی. تګلارې باید د قدس په لور واړول شي. د ټرمپ د زور ویلو پر وړاندې باید اسلامي ځواک رامنځته شي. ټرمپ فکر کوي چې هغه د نړۍ خدای دی او ځان د ځمکې خدای او ستر ځواک ګڼي. همدارنګه له ټرمپ سره هم مهاله، یوه فاشیسته ترهګره ډله واک ته رسېدلې ده او موږ د عربي رژیمونو د ګډوډۍ شاهدان یو چې ځینې یې نه یوازې خوار او ذلیل بلکې د فلسطین مسئلې په تړاو خائنان دي.

په تهران کې د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ استازي د خپلو خبرو په دوام کې وویل: په اوسنیو حالاتو کې باید پر ولس باندې تکیه وکړو. د خپل ځواک اجزا بیا جوړ کړو، ځکه چې په نړۍ کې موږ په اکثریت کې یو، اقلیت نه یو. موږ کولای شو د امریکا او صهیونیسټي پروژو پر وړاندې ودرېږو. داخلي اختلافاتو زموږ مخه نیولې ده. د قدس ورځ، د یووالي رامنځته کولو ورځ ده. د قدس په ورځ اسلامي ملت د فلسطين د مسئلې په تړاو له خدای پاک سره خپله ژمنه تازه کوي.

ناصر ابو شریف همداراز زیاته کړه: امام خمیني (ره) د قدس د نړیوالې ورځې په نومولو سره، بشریت ته یوه اسلامي پروژه وړاندې کړه. د قدس ورځ د اسلامي فکر پر بنسټ یوه بلنه ده چې د ژوند لارښوونه کوي. د قدس د نړیوالې ورځې په نومولو کې د امام نوښت د دې لامل شو چې د مقاومت محور جوړ کړو. په ۱۹۲۴  میلادي کال کې د عثماني امپراتورۍ له ړنګېدو راهیسې کومه اسلامي پروژه  مو نه درلوده. ارواښاد امام په اسلامي انقلاب سره، د اسلام حیات بیا راژوندی کړ.

هغه وویل: د قدس مسئله له سیاسي او ستراتېژیک اړخه یوه مهمه موضوع ده چې کولای شي ټول سره متحد کړي. قدس یوه عادي جغرافیه نه ده. قدس په نړۍ کې د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده چې ځانګړی دیني مقام لري. قدس د رسول اکرم (ص) د معراج ځای وو. قدس د اسلامي امت او صهیونیسټانو ترمنځ د نړیوالو جګړو مرکز دی. قدس د اسلامي امت لاره ښيي. قدس کولای شي د امریکا او صهیونیسټي سیاستونو پر وړاندې د اسلامي نړۍ د قدرت برخې سره راټولې کړي.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i158508-

captcha