IQNA

دغزې مظلوم خلک د نسل وژنې او اجباري کوچیدا له خطرې سره مخ دي

6:31 - April 03, 2025
د خبر لمبر: 3490904
د عراق د البدر تنظیم عمومی منشي پر درستې سیمې د امریکا او ایران د جنګ د نتیجو په باب په خبرداری ورکولو سره ووئیل،د غزې خلک د اجباري کوچیدا او د نسل وژنې په درشل کې  دي.

 ایکنانیوزد میډل ایست نیوز له قوله راپور راکړی، د عراق د البدر تنظیم  عمومی منشي  هادي العامري  د ایران او امریکا ترمینځ  د جنګ د پیښیدا داحتمال په باب په خبر داری ورکولو سره ټينګار کړیدی، دغه جنګ  به یوازې لورو ته محدود نه شي اودرسته سیمه به راګیره کړي.

 دالعامري رسندوئي  دفتر دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي،  هغه د عراق ددیاله ولایت  د الحشد الشعبی  دعملیاتو د قوماندانۍ په مرکز کې  ددغې سیمې  له شیخانو او سپين روبو سره  په کتنې کې  له چیلنجونو څخه د تیریدا لپاره  د سیاسی ځواک د پیوستون او دم لی وحدت پر اهمیّت ټينګار کړی دی.

العامري  د دیاله ولایت باندې حاکم امنیت او ثبات ته په اشارې سره  ووئیل، دغه ولایت  د ملی وحدت او سوله ایز ګډ ژوند  یو مثال  دی.

 هغه د سیمه ایزو تاؤتریخوالو  د رامینځةکیدا په باب  خبرداری ورکړ او ټينګار ئې وکړ،  د ایران او امریکا ترمینځ هرډول جنګ به درسته سیمه  د  اور لمبو ته وکاږي.

 دعراق د البدر تنظیم  عمومی منشي  په دوام کې د فلسطین  وضعیّت ته په اشارې سره  ووئیل؛  دغزې خلک  د نسل وژنې او  اجباري کوچولو له خطرې سره مخ دي. العامري  همدرااز په لبنان د صهیونیسټي رژيم تیریو او په یمن باندې د امریکا او انګلستان  حملو ته هم اشاره وکړه او ټینګار ئې وکړ، د ایران په ضد هرډول  جنګ به  د ساعت تیري  او سیّل  په څير نه وي ،بلکې درسته به  د اور په لمبو کې راګیره کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4274590/    

captcha