IQNA

په رمضان المبارک کې د قران کریم د ختم له فعالانو څخه د حسینی مقدس آستان ستاینه او قدرونه

11:40 - April 06, 2025
د خبر لمبر: 3490917
ایکنا – حسینی مقدس آساتان د روژې په مبارکې میاشتې کې د قرآن کریم د ختم لپاره د فعالو کسانو ستاینه او قدرونه وکړه.

ایکنانیوز له کربلا  را پور راکړ، له حسینی مقدس آستان سره اړونده دارالقرآن الکریم  د هغو فعالو کسانو چې په امام حسین علیه السلام سپيڅلي حرم کې په روژې مبارکې میاشتې شپو ورخو کې ئې  د قرآن دختم په ترسره کولو کې غوره رول درلود، په  دې خاطر ئې ونازول او قدرونه ئې وکړه.

د حسینی مقدس آستان  د دارالقرآن الکریم ادارې مشر شیخ خیرالدین الهادي په یوې اعلامیې کې ووئيل؛دغه درناوی او ستاینې د هغو فعالانو کسانو د زحمتونو د قدرونې او ستاینې په خاطر دي،چې خپل نهایتی  توان ئې کارولی څو دغه چاره بریالی او کامیابه شي.هغه هڅې ترسره شوي، د خداوندمتعال د کتاب په خدمت کې د اخلاص د شتون ښودنه کوي.مونږ هماغه شان د هغو قرآني پلانونو چې له قرآن سره د ټولنې د ارتباط د پیاوړتیا او د قرآنی کلتور له پراختیا سره مرسته  کويو ملاتړ کوو.

په  دارالقرآن الکریم کې د قرآني محفلونو د برخې مسئول رسول الوزني هم روښانه کړې ده، د فعالو کسانو هڅه ددغه پروګرام د بریالیتوب اساس ؤ او د ډيرو زیاتو زیارتوالو  تعامل او پراخ ګډون هم ددغه پلان د اهمیّت ښودنه کوي.هغه زیاته کړې ده،دغه قرآنی پروګرام  په دغې مبارکې میاشتې کې د قرآني کلتور د پراختیا او ورسره د ارتباط پیاوړتیا لپاره د مونږ د رسالت په لړ کې دی.

د قرآن کریم د ختم دستورې د روژې دمبارکې میاشتې د شپو ورځو  یوه ترټولو غوره  پيښه ده چې  حسینی مقدس آستان ئې په لیوالتیا سره هر کال ترسره کوي او په یو لړ دستورو د قرآن قریم د ختم فعالان او ګډون وال نازوي او قدرونه ئې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4274909/  

captcha