IQNA

د بخښنې نړیوالې ادارې له پاکستانه د افغان کډوالو د ویستلو پروګرام د لغوه کولو غوښته وکړه

15:11 - April 06, 2025
د خبر لمبر: 3490918
ایکنا - د بخښنې نړیوالې  ادارې د جنوبي اسیا څانګې له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره د ایستلو د پروګرام د لغوه کولو او ورته د لازیات وخت ورکولو لپاره کمپاین پیل کړی دی.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی، د بخښنې نړیوالې ادارې په یوه خپاره کړی  بیانیه کې ویلي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیولل اوپه زوره ئې ویستل هیڅکله  انصاف نه دی په همدې خاطر ئې  د دغه کمپاین موخه د هغو افغانانو  د غږ پورته کول دي چې د ایستلو له ګواښ سره مخامخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې یو چارواکي ویلي: «افغان کډوال د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې چې پاکستاني چارواکو یې د ایستلو پړاونه اعلان کړل، په وېره او ډار کې ژوند کوي. ډېر افغانان له څلورو لسیزو ډېر وخت کېږي چې په پاکستان کې مېشت دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې درې ورځې وړاندې له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ پيل شوې ده.د پاکستان سیاسی او پوځي چارواکي وائي،له تیرو څلورو لسیزو راهسې  پاکستان د میلیونونو افغانانوکوربوب کړی چې  په انعام کې ورته یوازې ترهه ګري ،بې وځلي،اړئ  ګړئ، ورانکارئ او چاودنې  نصیب شوي دي ،نو اوس وخت رارسیدلی چې  افغان کډوال باید خپل وطن آباد کړي او  د خپل ټاټوبي د آبادولو هڅه وکړي.له تیرو کابو څو کلونو راهسې مونږ درستو افغان کډوالو ته وخت په وخت موقعه ورکړه چې پخپله خوښه دې خپل  هیواد ته بیرته لاړشي  او خپل وطن دې آباد کړي.خو نور وخت ورکول  به د پاکستان له خاورې سره بې انصافي وي او باید  دغه میلمانه نور خپلو کورونو او  ټاټوبي ته بیرته وګرځي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i158768

captcha