IQNA

په عراق کې د قرآني شخصیّتونو له خوا د ۳۰ محفلونو اجرا (انځورونه)

11:23 - April 08, 2025
د خبر لمبر: 3490927
ایکنا – دعراق په مختلفو ولایتونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآنی شخصیّتونو او غوره کسانو په شتون سره  له قرآن کریم سره د انس ۳۰ محفلونه ترسره شول.

د ټول قرآن کریم حافظ محمد مهدی حقګویان ایکنانیوز سره په خبرو کې د روژې په  مبارکې میاشتې کې په عراق کې د پروګرام د اجرا او تبلیغي او دودونکي سفر خبر ورکړ او وې  ووئيل؛ما  د قرآن کریم  له درو ځوانو قاریانو او حافظانو سره یو ځاي د دوو اونیو په په مودې کې د یوې قرآني ډلې په چوکاټ کې  دعراق په بصرې او بغداد ولایتونو کې  او همداراز د عراق په جنوبی ولایتونو کې پروګرامونه اجرا کړل.

هغه زیاته کړه ؛ په دغې ډلې کې پر ما سربیره چې په مختلفو محفلونو کې مو پروګرام اجرا کړ، درې هغو قرآني  ځوانانو  چې په مختلفو فضاؤ کې د غوره کسانو برخه دی،هم شتون درلود.د قرآن د حفظ په برخې کې زما یوه شاګرد سید علی مرتضوي  چې په  مختلفو رودو سره ئې د قرآن حفظ وړاندې کاوه ،شتون درلود او اغیزشیندونکي او جذاب پرورګرامونه ئې اجرا کړل.

حقګویان روښانه کړه، دقرائت په برخې کې هم د احمد رضا عسګري پهنامې سره ددغه ډګر یوه بل غوره کس  هم  شتون درلود او تل پاتې  او په یاد پاتیکیدونکي تلاؤتونه ئې  وړاندې کړل.  دریم کس هم سید محمد حسیني ؤ چې  د آناشید او دینی نغمو په برخې کې ئې شتون درلود. درې واړه د خپل تخصص  په حوزې کې  مطرح  او پيژندل شوي کسان دي.

 د ټول قرآن دغه حافظ ووئيل؛ په دې مودې کې د عراق په مختلفو ولسوالیو او ښارونو کې له قرآن کریم سره د انس ۳۰ محفلونه ترسره شول.دغه راز  د بغداد او بصرې د پارلیمان له استازو ،د پوهنتونونو  له مشرانو ، دالحشد الشعبی،پولیسو او پوځ له قوماندانانو  سره لیده کاته په عراق کې د  شتون په مودې کې نور پروګرامونه وو.

حقګویان په دوام کې د قرآنی موسیسې دپرانیستنې لپاره د بصرې ولایت  د مسئولانو غوښتې ته اشاره وکړه او وې وئيل،وټاکل شوه ،دا موضوع وارزول شي څو د امکان په بڼه کې د قرآن کریم د حفظ دروزدو د وړاندې کولو او روزنې  په خاطر دغه موسیسه پرانیستل شي.

د ټول قرآن کریم  دغه حافظ په پاي کې ووئيل، دغه تبلیغي او دودونکی سفر  په ایران کې د آیت  الله العظمی سید علی سیستاني دنماینده حجةالاسلام سید جواد شهرستاني  په ملتیا   او د آل البیت الاحیاء التراث(ع) موسیسې په ملاتړ سره ترسره شو.

https://iqna.ir/fa/news/4275157

captcha