IQNA

له غزې څخه په ملاتړ کې د نړیوالو موسیسو ګډه اعلامیه

14:19 - April 09, 2025
د خبر لمبر: 3490931
ایکنا – له ملګروملتو سره اړونده د انسان دوستۍ اورګانونو په یوې ګډې اعلامیې کې په غزې تړانګې کې د حالاتو د بشپړ بحران په باب خبرداری ورکړ او ټينګار ئې کړی دی،هغه څه چې  په دغې سیمې کې په رامینځةکیدا دي،د انسانانو ژوند  ته بشپړ بې توجهي ده.

ایکنانیوز د القدس له قوله راپور راکړی، په دغې اعلامیې کې چې د ملګروملتو د ماشومانو د بسپنې (یونیسف)،د ملګروملتو د انسان دوستۍ د چارو غږملونکي دفتر، د روغتیا نړیوال اورګان او د فلسطینیو کډولالو لپاره د کر کسب موندونکي او مرستندویه ادارې(آنروا)  له خوا خپره شوې ، راغلي دي چې غزه  څه د پاسه یوه میاشت کیږي، د ساډوبی رامینځةکونکي کلابندۍ  شاهده ده  او دغې سیمې  ته  هر ډول انساني او تجارتي مرستو واریدیدا ممنوع ده.

په اعلامیې کې وئيل شوي دي، په غزې کې څه دپاسه دوه میلیون  او یو لک کسان له سختو او بې آمانه بمباریو او لوږې سره مخ دي او  د انسان دوستۍ مرستې  په سړکونو کې  انبار شوي دي، له دې پرته چې  غزې ته ئې وړلو اجازت ولرل شي.

ددغې اعلامیې لاسلیک کونکو ټينګار کړی دی، د غزې د کلابندۍ په لومړنۍ اونۍ کې څه دپاسه زر ماشومان او د اور بند له دړې وړې کیدا وروسته  وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي او دا هغه ترټولو لوړې شمیرې دي چې  په تیر کال کې  په یوې اونۍ کې ثبت شوي دي.

د اعلامیې په یوې برخې کې راغلی دي ،که څه هم وروستی اور بند له غزې څخه ډیرو سیمو ته د ژغورونکو مرستو د رسولو  اجازت ورکړل شوی،خو اړتیاوې دومره زیاتې دي چې موجوده مرستې دغزې  دخلکو د لږترلږه اړتیاؤ پوره کولو سره ډير زیات واټن لري.

د اعلامیې لاسلیک کونکي په پاي کې د نړۍ له مشرانو په غزې کې د نړیوالو قوانینو د احترام لپاره  دفوري او جدي اقدام، په دغې سیمې کې مرستو ته د لاس رسي د آسانتیاؤ  د عامو خلکو دملاتړ تضمین، د بندیانو خوشی کیدا  او د اور بند د تمدیدیدا  غوښتونکي شوي دي.  

https://iqna.ir/fa/news/4275324

captcha