IQNA

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د ۲۰۸ افغان نجونو بورسیې لغوه کړې

10:26 - April 10, 2025
د خبر لمبر: 3490940
ایکنا - له دې وړاندې په عمان کې د ۸۲ افغان نجونو زده کوونکو بورسیې چې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې له لورې تمویلېدې، هم د سمسترونو په نیمايي کې لغوه شوې وې.

 

د رسنیو په حواله، د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې یا USAID د ۲۰۸ افغان نجونو بورسیې لغوه کړې دي.

د یادو بورسیو په مرسته یاد شمېر افغان نجونو د افغانستان امریکايي پوهنتون کې زده کړې کولې.

دغه افغان نجونې چې په حضوري او انلاین بڼه یې زده کړو ته دوام ورکړی وو، یو شمېر ایمیلونه ترلاسه کړي چې له مخې به یې د امریکا په مالي ملاتړ روانې بورسیې لغوه شي.

تر اوسه د یادو افغان نجونو زده کوونکو د راتلونکي برخلیک په تړاو څه نه دي ویل شوي.

له دې وړاندې په عمان کې د ۸۲ افغان نجونو زده کوونکو بورسیې چې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې له لورې تمویلېدې، هم د سمسترونو په نیمايي کې لغوه شوې وې.

دا بورسیې داسې مهال لغوه کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو پر هر ډول زده کړو بندیزونه لګول شوي دي.د افغانستان انجوني او میرمني د طالبانو دحکومت د وروستیو زوړپالو اقداماتو څخه سر ټکوي او دوي وائي چې د دوي زده کړې  او کارونه په نیمائي کې نیمګړي پاتې دي که  دوي دغو کارونو او زده کړو  ته دوام ورنکړي ، نو د د دوي او ورسره دکورنیو راتلونکی به تورتم وي  او ددوي بچیان به د یوه ښه راتلونکي په ځاي نشه یان یا ډاکه وهونوکی او ورانکار جوړیږي ، چې  هیڅکله به هم د مونږ د کورنیو راتلونکی  د طالب حکومت  چارواکي په دغو کرغیړنو اقداماتو سره ونه بخښي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158900

captcha