ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د روغتیا نړیوالي ادارې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، په افغانستان کې د تېرو څلورو میاشتو په اوږدو کې د پولیو یا ګوزڼ لږ تر لږه نهه او په پاکستان کې بیا ۷۱ پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په خپاره کړي راپور کې لیکلي چې دا شمېر څلور برابره ډېر شوی او د پولیو ویروس د یو ډېر خطرناک ډول د خپرېدو په تړاو یې جدي اندېښنې راپورته کړې دي.
د راپور له مخې، پولیو ویروس تر ډېره د افغانستان په سويل کې لیدل شوی او تېر کال په دغه هېواد کې کور په کور واکسیناسیون ندي شوی.دغه سازمان خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې لاهم د پولیو ویروس خطرناکه بڼه د افغانستان او پاکستان لپاره ګواښ ګڼل کېږيد نوموړي سازمان په خبره، په تېرې څه کم یوې میاشت کې په افغانستان کې د ګوزڼ درې پېښې ثبت شوې دي.
ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان بېړنۍ کمېټې په دغو سیمو کې د واکسیناسیون په برخه کې د شته ننګونو په اړه راپور ورکړی دی.
افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې لا یې هم په ځينو سیمو کې د پولیو ویروس بشپړ ختم شوی نه دی.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158970