IQNA

د افغانستان حکومت غواړي افغان کډوال منظم کړي

11:11 - April 15, 2025
د خبر لمبر: 3490964
ایکنا - په افغانستان کې د کډوالو د تنظیم لپاره باید یوه ځانګړې کمیټه جوړه شي، او د سرپناه، تعلیم او کارموندنې په برخو کې اړین اقدامات په ایجنډا کې دي.له پاکستانه د افغان کډوالو ستنیدل په دوو مرحلو کې ترسره شول؛ په لومړي پړاو کې، بې اسناده افغانان په زوره وایستې شول.په دوهم پړاو کې، چې په دې وروستیو کې پیل شوی، قانوني کډوال ایستل کیږي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي، د افغانستان د طالبانو حکومتی مسئولان  وايي چې افغانستان ته بیرته د ستنیدونکو افغان کډوالو د منظموني  لپاره یو جامع پلان جوړوي.

د  افغانستان د طالبانو د لنډمهاله حکومت د اقتصادی چارو  مرستیال وزیر عبداللطیف نظري، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو پروسې ته په اشارې سره وویل چې "حکومت هڅه کوي د ستنیدونکو وضعیت ته د رسیدو لپاره یو جامع پلان جوړ کړي."

ډان ورځپاڼه لیکي چې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر راهیسې، له ۸۶۰ زرو څخه زیات افغان وګړي د پاکستان له خاورې څخه وتلي دي

د کډوالو د تنظیم لپاره باید یوه ځانګړې کمیټه جوړه شي، او د سرپناه، تعلیم او کارموندنې په برخو کې اړین اقدامات په اجنډا کې دي.له پاکستان څخه د افغان کډوالو ستنیدل په دوو مرحلو کې ترسره شول؛ په لومړي پړاو کې، بې اسناده افغانان په زوره وایستې شول.په دوهم پړاو کې، چې په دې وروستیو کې پیل شوی، قانوني کډوال ایستل کیږي.

له دې مخکښې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په یوه غونډه کې خبریالانو ته  ویلی چې د "غیرقانوني کډوالو" ایستل د پاکستان قانوني حق دی.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i159074-

captcha