د قدس رضوي د آستان د بهرنیو زیارتوالو د برخې مدیر حجةالاسلام سید محمد ذوالفقاري د کرامت د لسیزې په مناسبت له ایکنانیوز سره په خبرو کې د ترتیب شوو پروګرامونو د جزیاتو په اعلانولو سره ووئيل؛ د کرامت لسیزه یو فرصت دی څو له درستې نړۍ زیارتوال د رئوف امام علیه السلام د عنایت په سیوري کې له رضوي اصیل کلتور سره بلد شي او ددغو شپو ورځو له معنوي برکتونو څخه برخمن شي.
د کرامت لسیزې لپاره د بهرنیو زیارتوالو لپاره محوري پروګرامونه
حجتالاسلام ذوالفقاری د بهرنیو زیارتوالو لپاره د کرامت لسیزې د محوري پروګرامونو په اړه وویل؛
1 عبادی او زیارتي فعالیتونه؛د الی الرئوف ،فی حضن الضامن او ؛ امام رئوف (ع) کی آغوش میایید؛ په شان پروګرامونه به د څو ژبو وئیونکو مبلغانو له لارښونې سره یوځاي په مختلفو ژبو باندې په رضوي مضمونونو سره د زیارتوالو د معنوي ارتباط د پیاوړتیا او د زیارت د مناسکو د روزنې په چورلیزتوب سره اجرا شي.
۲. ځانګړي مذهبي او کلتوري مراسم:
رایة الهدایة: د عربي او اردو ژبو لپاره ځانګړی مراسم چې د امام رضا (ع) پر سیرت تمرکز لري.
بلوغت ته د رسیدا جشن: د عربي ژبو نجونو لپاره ځانګړی پروګرام.
پروګرامونه لکه «عفت و پاکدامنی کا مظهر» او «امام ثامن ضامن» د اردو او آذري ژبو میرمنو لپاره.
د شعر او ادب محفلونه: لکه «مقاصده و مشاعره» د اردو ژبو او «طلوع رضوان» د آذري ژبو لپاره.
د کاروانونو ځانګړي پروګرامونه: لکه د مرکزي آسیا د آذري ژبو کاروانونو هرکلی.
۳. د رضوي معارفو ترویج:
تخصصي غونډې: د «عیون اخبار الرضا» کتاب شرح په عربي ژبه او د اردو ژبو فرهیختو لپاره علمي کنفرانس.
په زړه پورې سیالۍ: لکه «کوئیز مقابله» د اردو ژبو ماشومانو لپاره او د رضوي احادیثو د حفظ سیالۍ.
څو ژبي پروګرامونه: مذهبي مراسم په انګریزي، آذري او عربي ژبو کې.
۴. هنري فعالیتونه:
مذهبي سرودونه: د پنځو ژبو سرود «التغرید الرضوی» او عربي سرود «یا ملاذ الحائرینا» اجرا کول.
روایت کول او پردهخواني: پروګرامونه لکه «روایت شیخ صدوق» او «حکایات رضوی» د لوېدیځې آسیا ماشومانو لپاره.
د ګل ورکول: غیر مسلمانو سیلانیانو ته د سولې او رضوي مهربانۍ په نښه د ګل ورکول.
۵. د نورو هیوادونو کلتوري دودونه:
پروګرامونه لکه «بانوی کرامت و شفاعت» د عربي ژبو لپاره، «اسرة الکرامة» (د عربي کورنیو غونډه) او «طبق دسترخوان» د اردو ژبو کاروانونو لپاره.
قرآني محفلونه: د قرآن د تلاوت او تفسیر غونډې لکه «قرآن کی ضیا پاشی» د زائرینو د الهي کلام سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره.
حجتالاسلام ذوالفقاری د کرامت لسیزې د پروګرامونو پر ژبني او کلتوري بډاینې ټینګار وکړ او ویې ویل: قدس رضوي آستان ، د هغه امام کور دی چې د بشریت ضامن دی او د هر قوم، ژبې او سرحد څخه د امام رضا (ع) مینهوالو ته ښه راغلاست وایي. دا پروګرامونه د کثرت په وحدت کې یوه بیلګه ده او د تم امام حضرت امام رضا(ع) بېسرحده کرامت په نړیواله کچه منعکس کوي.
د یادونې وړ ده چې د کرامت لسیزې پروګرامونه د ذیالقعدې له لومړۍ نیټې څخه تر یوولسمې نیټې پورې د امام رضا (ع) په حرم مطهر کې ترسره کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4276934