ایکنا نیوز د اصدای افغان له قوله راپور له مخې،دغه څلور ورځنی د خطاطۍ نندارتون د هرات د خطاطانو ټولنې په هڅو او د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ملگرتیا د علامه سیلجوقي په تالار کې پرانېستل شوی. په دې نندارتون کې د دې اوسمهاله نامتو هنرمند د خطاطۍ لسګونه آثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
د افغانسنتان د هرات د خطاطانو د ټولنې مشر عبدالجلیل توانا، ، د نندارتون د پرانېستې په دستورو کې وویل: په دغه نندارتون کې ۶۵ هنري آثار، چې د استاد نجیبالله انوري دوه آثار هم په کې شامل دي، په نستعلیق، شکسته نستعلیق، ثلث او کوفي خطونو لیکل شوي او نندارې ته کی شوي دي.
هغه زیاته کړه: دا نندارتون د استاد نجیبالله انوري، د نقاشۍ او خطاطۍ د تکړه هنرمند، د آثارو د ستاینې او ښودنې لپاره د روانې اوونۍ له یکشنبې څخه تر چهارشنبې، د ۱۴۰۴ کال د غويي تر ۳مې نېټې پورې جوړ شوی دی.
وییل کېږي دا لومړی نندارتون دی چې ددغه خطاط هنرمند د هڅو د ستاینې لپاره جوړ شوی دی.
استاد نجیبالله انوري د مرحوم نصرالله خان معلم زوی دی، چې په ۱۳۴۸ لمریز کال کې د هرات د زاړه بازار عراق په سیمه کې زېږېدلی دی. پلار یې د هرات یو تکړه ښوونکی او نامتو کس و.
هغه څه چې استاد انوري له نورو هممهاله هنرمندانو بېل کړی، د هغه «تلاوت نی» هنري ټولګه ده چې په افغانستان او بهر کې یې نوم خپور کړی او ډېر یې ستایلی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4277571