ایکنانیوز راپورراکوي، د ختیځې نظرپه چوکاټ کې د بشري حقونو د لومړي نړیوال کنفرانس خبري غونډه،د غواي د میاشتی په دویمه، د اسلامي کلتور او اړیکو د ادارې په دفتر کې د باقرالعلوم (ع) پوهنتون په همکارۍ ترسره شوه او ددغي اداري مشر حجتالاسلام والمسلمین محمدمهدي ایمانيپور، پکې وینا وکړه.
هغه وویل: د بشري حقوقو په برخه کې خبرې اترې کولای شي تر ډېره حده رغنده وي او په دې برخه کې شکونو ته ځواب ووایي.
ایمانيپور زیاته کړه: د نړیوالې ټولنې کارندوالی په بشري حقوقو کې د منلو وړ نه دی او دا د بشري ټولنې لویه ناکامي ښيي.
هغه ټینگار وکړ: په غزه کې نسلوژنه مونږ د بشري حقوقو په برخه کې د نویو اضرورتونو او نظام پر ځای کولو ته پابنده کوي.
حجتالاسلام ایمانيپور وویل: ایران د بشري حقونو په برخه کې ښې مطالعې کړي او غواړي د رغنده خبرو اترو له لارې د بشري حقونو نوی نظام رامینځته شي.
ایمانيپور څرگنده کړه: مونږ د نویو ضرورتونو سره د بشري حقوقو نړیوال ایتلاف په لټه کې یو او دا کنفرانس د باقرالعلوم پوهنتون په همکارۍ ترسره کوو. په دې برخه کې ښې مقالې چمتو شوي، چې هیلهمن یو ښې پایلې ولري.
هغه ټینگار وکړ: له ایرانه د ویرونی په برخه کې د بشري حقونو د وسیلې په کارولو سره حق نه اورېدل کیږي، حال دا چې د بشري حقونو لومړنۍ لوحې په ایران کې لیکل شوي، خو زمونږ هېواد د بشري حقوقو په خلاف ورزی تورن کیږي، په داسې حال کې چې د بشري حقونو دعوهدار د بشري حقونو اصلي خلاف ورزی کونکی دي.
هغه زیاته کړه: د ختیځې تفکر په چوکاټ کې د بشري حقونو نړیوال کنفرانس به د غواي د میاشتي له ۸ څخه تر ۱۲ پورې د باقرالعلوم (ع) پوهنتون په همکارۍ ترسره شي، چې پرانیستغونډه یې په تهران او اختتامیه یې په قم کې وي. د دې کنفرانس تخصصي غونډې به د باقرالعلوم پوهنتون کې ترسره شي او نور پوهنتونونه او علمي مرکزونه به هم په ترسره کولو کې همکاري ولري.
https://iqna.ir/fa/news/4277770