ایکنانیوز راپور راکوي ، د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت دحضرت امام علی ، حضرت امام حسین او حضرت ابوالفضل العباس علیهم السلام حرمیّن په تورو ټوکرو پوښل شوي او ویرجن عزادار ویر او ماتم کوي.
په راپور کې وئيل شوي دي، د عباسی مقدس آستان دانتظاماتو دبرخې خادمانو د امام جعفر صادق علیه السلام د شهادت د کلیزې د درنښت په خاطر په عباسی حرم کې د ویر او غم بیرغونه پورته کړي دي. همداراز د حضرت امام حسین علیه السلام پاک حرم هم په تورو ټوکرو پوښل شوی او د حضرت امام علی علیه السلام په سپيڅلي حرم کې هرې خوا دویر او غم بیرغونه رپيږي .
همداراز د حضرت امام رضا علیه السلام په مقدس حرم کې هم ویرجن عزادار ویر او ماتم کوي او امام بزرګوار ته دتسلیّت د وئيلو لپاره ټولي ټولي دحرم وآخوا ته په سینه زنئ او ویر او ماتم سره ورګرځي.
د ایران د اسلامی جمهوریت درست ښارونه او ښارګي او کوڅې هم ویرجنې دي او مینه وال د امام بزرګوار په غم کې ویر او ماتم کوی
په پاکستان کې هم په مختلفو ښارونو کې د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت دستورې جوړې شوي او دغه دستورې به تر ماښام پورې دوام ولري.
د ایکنانیوز قرآني نړیوال خبری اژانس درست کارکونکي هم په دې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام ټولو مینه والو او عزادارو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي.
https://iqna.ir/fa/news/4278126