IQNA

په سعودي عربستان کې د عمرې حاجیانو شمېر دوه برابره زیات شوی دی 

11:42 - April 27, 2025
د خبر لمبر: 3491022
ایکنا - د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر وویل، په تېرو دوو کلونو کې د بهرنیو  حاجیانو او زیارتوالو  شمېر دوه برابره شوی دی او د ۲۰۲۲ کال د ۸.۴ میلیونو څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۱۶.۹ میلیونو ته رسیدلی دی. 

 ایکنانیوز د روسیا الیوم له  قوله راپور راکړی، دعربستان د حج او عمرې د چارو وزیر توفیق الربیعه وویل چې د بهرنیو زیارتوالو شمېر په تېرو دوو کلونو کې دوه برابره شوی دی، چې د سعودي چارواکو هڅو د ننوتلو پروسې اسانولو لپاره دا  زیاتوالی رامنځته کړی دی. 

الربیعه زیاته کړه: د عمرې زیارتوالو  شمېر د ۲۰۲۲ کال د ۸.۴ میلیونو څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۱۶.۹ میلیونو ته لوړ شوی دی او دې وزارت دزیارتوالو  د  تجربې لوړولو لپاره د ګڼو تاریخي او کلتوري ځایونو پراختیا لپاره کار کړی دی. 

د سعودي عربستان د حج وزیر تشریح کړه چې په تېر یوه کال کې په مکې او مدینې کې له ۱۵  زیات ځایونه پراخ شوي، چې د زائرینو لپاره د لاسرسي وړ ځایونو شمېر ۵۵ ته رسېږي. 

الربیعه یادونه وکړه چې د مسجدالنبي د پراختیا پروژه د لیدونکو شمېر زیاتولو کې د پام وړ رول لوبولی دی او په ۲۰۲۴ کال کې د دې ځای لیدونکو شمېر کابو  ۱۳ میلیونو ته رسیدلی دی. 

په همدې تړاو، د سعودي عربستان د حرمین شریفین د چارو ادارې په یوه بیان کې ویلي: د مسجدالنبي متولیانو او منجورو  د ۲۰۳۰ چشم‌انداز پروګرام د موخې د تحقق لپاره، چې د حرمین شریفین  د زیارتوالو شمېر زیاتول دي، د دې شمېر زائرینو ته د مسجدالنبي لاسرسی اسانه کړی دی. 

افزایش دو برابری تعداد زائران عمره در عربستان

دغې  ادارې په خپل راپور کې  زیاته کړې: د زیارتوالو د شتون تحلیل او د مسجدالنبي د زیارت لپاره د غوره وخت ټاکلو لپاره ئې د مصنوعي استخباراتو له ټیکنالوژۍ ګټه اخیستې او په اړتیا لرونکو سیمو کې ئې په ګڼو ژبو لارښوونې تابلوګانې نصب کړې دي.همدارنګه، زاړه او بوډاګان او پرکوَټ کسان د مسجدالنبي د زیارت پر مهال له ځانګړو خدمتونو برخمن شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4278479     

captcha