سید عباس عراقچي نن په ایکس ټولنیز چینل کښې په امریکا کښې د صهیونیسټي رژیم متحدانو ته په زغرده خبرداری ورکړ چې د ایران خلاف هیڅ پوځي حل لاره نشته او تهران به هر ډول پوځي حملې ته سمدستي ورته او غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي؛ د اسرائیلو دا خیالونه چې فکر کوي ایران ته ډیکټیشن ورکولی شي، چې څه وکړي او څه ونه کړي، له حقیقته ډیر لیرې دي.
هغه د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په څرګندونو باندې په نیوکې سره چې د ایران په وړاندې د ډونلډ ټرمپ د بهرني سیاست د اغیزشیندنې په تکل کښې دی، زیاته کړه: د نتانیاهو سپین سترګیتوب د پام وړ دی چې غواړي ډونالډ ټرمپ ته ډیکټه کړي چې له ایران سره په ډیپلماسۍ کښې څه وکړي».
د ایران خارجه وزیر د ټرمپ له حکومت سره د تهران غیرمستقیمو مذاکراتو ته په اشارې سره هم څرګنده کړه چې د بایډن د حکومت په تیر ټیم کښې د نتانیاهو متحدان دا خبرې اترې په تیروتنې سره د نړیوالې ایټمي موافقې د خبرو اترو د راژوندي کولو لپاره د کوشش په توګه ښايي.
هغه ټینګار وکړ: «ایران دومره توان لري چې د ورانکارۍ یا د خپل بهرني سیاست د ډیکټی کولو لپاره د بهرنیو بدغواړو هلې ځلې شنډې کړي.
عراقچي همداشان په دې خبرې سره چې زیاتره ایرانیان نور د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په کفایت او پوره والي باور او اطمینان نه لري او د څرګندو ګټو په تکل کښې دي، زیاته کړه: «د ایران خلاف هیڅ پوځي انتخاب نشته او هر ډول برید ته به سمدستي ورته ځواب ورکړي.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i159444