IQNA

په ترکیې کې د اسلامی ملګرتیاموسیسې د خارجه وزیرانوغونډه جوړیږي

10:59 - April 29, 2025
د خبر لمبر: 3491033
ایکنا – دترکیې د خارجه وزارت د  اعلامیې په اساس،دغه هیواد به په راتلونکی جون میاشت کې  د  اسلامی ملګرتیا موسیسې  د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د ناستې کوربه وي.

ایکنانیوز د آناتولی له قوله  راپور راکړ،د اسلامی ملګرتیا موسیسې د خارجه وزیرانو  د شورا  یوپنځوسمه غونډه  د ترکیې د خارجه وزیر هاکان فیدان په مشرۍ  د  روان کال د جون په ۲۱ او ۲۲  په استابنول کې ترسره شي.

ددغه راپور په اساس،د ترکیې دخارجه وزارت سرچینو وئیلی دي چې د عربستان جده ښار  به  دهغې غونډې لپاره چې  ترکیه به ئې په جون میاشت کې کوربه وي، د یوې مقدماتی ناستې کوربه شي.

ددغو سرچینو  په وینا، د ترکیې مرستیال  خارجه وزیر نوح ییلماز  به  د جدې په مقدماتی ناستې کې چې د کامرونی پلاوی په  وسیله ئې مشري کیږي،  په غاړه ولري.

ټاکل شوې ده  په دغې مقدماتي ناستې کې  د ترکیې د مرستیال خارجه وزیر پر وینا سربیره ، د اسلامی ملګرتیا موسیسې عمومی منشي حسین ابراهیم  طه  هم وینا وکړي.

دغه ناسته به په جدې کې  د اسلامی ملګرتیا موسیې به مرکز کې ترسره شي، هغه ځای چې  د دغې موسیسې  د ۵۷ غړو هیوادونو لوړپوړي چارواکی  به  د موجودو پریکړو په  مسودې  او دایجنډا په باب بحث او دنظر تبادله وکړي او هغه راپورونه چې   د موسیسې  کلی سیاست او اصول انځوروی  هم وارزوي.

 به مقدماتی غونډې کې د بحث وړ پریکړو مسوده  دتصویبیدا لباره د موسیسې د غړو هیوادونو   دخارجه وزیرانو  شوراته د تصویبیدا لپاره وړاندې شي.

د همدغو سرچینو په وینا، تمه کیږي،ترکیه به د   اسلامی ملګرتیا موسیې د خارجه وزیرانو د شورا  په یو پنځوسمې غونډې کې چې د راتلونکي جون په ۱۲ او ۲۲  په استانبول کې ترسره کیږی، دیوه کال لپاره ددغې موسییسې پړاویزه مشري  په غاړه واخلي.

ترکیه  له دې مخکې په ۱۹۷۶کال، په ۱۹۹۱ کال او دغه راز په ۲۰۰۴کال کې داسلامی ملګرتیا موسیسې د  غړو هیوادودنو د  خارجه وزیرانو د شورا د ناستو  کوربه پاتې شوې ده.

ټاکل شوې  ده ،د اسلامی ملګرتیا موسیسې  دخارجه وزیرانو شورا په ترکیې کې پخپلې راتلونکي ناستې کې  د مسلمانو ټولنو  د توجه وړ  مسئلو، په تیره بیا د قبرس  دوضعیّت،  په لویدیځي تراکیې( په یونان کې واقع سیمه ) کې د ترک لږکي وضعیّت،(په اژه  سمندر کې  د اون ایکی آدالار) دولس ټاپوګانو کې هستوګن ترکانوټولنې په حالاتو ،په مختلفو هیوادونو کې د مسلمانو لږکیوپروضعیّت او دغه راز  په سورئې کې  په روان وضعیّت   ارزونې وکړي او په دې اړه به پریکړه لیکونه تصویب کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4279018    

captcha