
د ایکنانیوز د الجزیرې له قوله راپور راکوي، وروسته له هغه چې د بهارتیا جانتا ګوند (BJP) غړي او د پارلمان استازي بالموکوند آچاریا، چې د خپلو ضد اسلامي دریځونو له امله پیژندل کیږي، په جیپور ښار کې یو مهم جومات ته سپکاوی وکړ، د مسلمانانو غوسه راوپاریدله او پراخ لاریونونه وشول چې د پولیسو له خوا په تاوتریخوالي سره وځپل شول.
پېښه هغه مهال پیل شوه کله چې آچاریا د یو لاریون وروسته د خپلو ملاتړو سره یوځای دغه جومات ته ننوت. هغوی د جومات په دیوالونو باندې د «پاکستان ته مرگ» شعارونه وکښل او د جومات په انګړ کې یې تحریکوونکې نعرې ووهلې، چې په جومات کې موجودو خلکو دا عمل د خپلو مذهبي احساساتو سپکاوی وباله.
آچاریا په یوه بیان کې ادعا وکړه چې دا کار یې د اپریل په ۲۲ په کشمیر کې په پهلګام کې پر سیلانیانو د برید په غبرګون کې کړی او هدف یې د قربانیانو درناوی او د ترهګرۍ غندنه وه.
خو کله چې معلومه شوه چې چارواکو آچاریا نه دی نیولی، نور لاریونونه هم پیل شول او پولیس اړ شول چې د جواهري بازار کې د ټول شوي خلکو د تیت و پرک کولو لپاره له زور او کوتکو کار واخلي.
آچاریا، چې د راجستان د هوا محل د انتخاباتي حوزې استازی دی، له دې وړاندې یې د غوښې خوړلو، په جوماتونو کې د لاوډسپیکر کارولو، په ښوونځیو کې د مسلمانو نجونو له خوا د حجاب اغوستلو او همدارنګه د بنګله دیشي او روهینګیا کډوالو له جایپور څخه د ایستلو پر ضد کمپاینونه کړي دي. https://iqna.ir/fa/news/4279032