IQNA

11:02 - May 03, 2025
د خبر لمبر: 3491047

نوی پاپ او له جرمني سره د واتیکان د کلیسا د درز ژورتیا

ایکنا – په جرمني کې د ډيرو له نظره، واتیکان  د اروپا په ټولنیزو بدلونونو باندې قصدا په سترګو پټولو  سره ، ځان څنډې ته کوي، هغه کلیسا چې  یوه وخت د جرمنی دکلتور په زړه کې ئې ځاي درلود، اوس  په یوه بې خاصیّته پرَدي اورګان بدله شوې ده چې هره ورځ دخلکو په ژوند کې  لاکم رول لوبوي.

نوی پاپ او له جرمني سره د واتیکان د کلیسا د درز  ژورتیا

ایکنانیوز-  د نړیوالو چارو یو کارپوه عابد اکبری ایکنانیوز ته ؛ له جرمني سره د واتیکان د درز د ژورتیا او د نوي په پاپ په عنوان سره ، دیوه مطلب په لیږلو سره  لیکلي ديد پاپ فرانسیس په مړینې سره  او د کاتولیک کلیسا د نوي رهبر  د ټاکلو د بهیر په پیلیدا سره، اروپا  یوې نوي تاؤتریخجنې مرحلې ته داخله شوې ده. جرمني ، د اروپا د یوه پخواني ترټولو مهم کاتولیک   هیواد په توګه، دغه بهیر ته په یوه ساړه نظر  او نیوکونکي انداز سره ګوري.  دن وي پاپ ټاکل کیدا ،  ددې په ځاي چې د سستو  شوو پیوندونو د احیاء لپاره  یو فرصت شي، د یوه  درز دژورتیا سبب شوي چې کلونه کیږي، د واتیکان او جرمني ټولنې ترمینځ ئې بڼه غوره کړې ده.

په جرمني کې ، د ؛سینوډال لارې؛ په څير غورځنګونه ښئ چې د جرمني  کاتولیک ټولنې غوښتې  د واتیکان له دودیزو دریځونو سره تر فرسنګو پورې واټن  اخستی  دی . د میرمنو د پادري کیدا ،  او د کلیسا د ځينو چلندي زده کړو کې د بنیادی اصلاحاتو په څير غوښتې .  دهغه پاپ ټاکل کیدا چې دغه بدلونونه ونه مني، د جرمني د شخصیّتونو له نظره ،د یوه نه انکاریدونکي ماډرنې څپې په وړاندې د واتیکان د یوازې ځِل  په معنا ګڼل کیږي.

پاپ جدید و تعمیق شکاف واتیکان با آلمان

د جرمني په رسندوئي او پوهنتوني محفلونو کې غبرګونونه  دهغه واقعیّت ښودنه کوي، چې نور  ورڅخه انکار نشي کیدلی؛ په دغه هیواد کې کاتولیک کلیسا د خپل رواوالي ترټولو وروستي سنګرونه  د له لاسه ورکولو په حال کې دي . د  کلیسا څخه ډله ایز خپګانونه چې په وروستیو کلونو کې لازیات شوي دي، په دغه محافظه کارې ټاکنې سره  به لازیات نوره هم چټک شي. 

په دغه شان شرائطو کې  د د نوی پاپ انتخاب ، ددې په ځای چې  د سنت او راتلونکي ترمینځ یو پل جوړ کړي،  په عمل کې ئې د واتیکان او جرمني ترمینځ  یو لا لوړ دیوال جوړ کړی چط نور  د شخصي آزادۍ ، جنسیتي عدالت او د انساني حقوقو د ساتنې لپاره  کلیسا ته نور ضرورت نه  ویني.

په دغه مقاله کې لیکل شوي دي  سینو ډال  لاره  د جرمني په کاتولیک کلیسا کې یو اصلاحي غورځنګ  دی چې  په ۲۰۱۹ کال کې پيل شوی دی. دغه حرکت د کلیسا د تعلیماتو او جوړښتونو د اصلاح په موخې سره په تیره د میرمنو د حقوقو  او د غیر روحاني کسانو د ګډون په زمینو  د اصلاح په موخې  فعالیت کوي.  موخه ئې  په جرمني  کې د کلیسا  درواوالي بحران او  د ورځې له ټولنیزو بدلونو سره ملګرتیا او ملتیا  ته ځواب دی.

https://iqna.ir/fa/news/4279455

captcha