ایکنانیوز د پارس ټودې له قوله راپور راکوي،د یمن پر خاورې د بهرنیو یرغلونو په دوام، یمني سرچینو د دوشنبې په شپه د امریکا او رژیم صهیونیستی له خوا د یمن په لویدیځ کې پر الحدیده مهم بندر د پوځي تیري خبر ورکړ.
د پارس تودي له راپور سره سم ، په دغه جنایت کې لږ تر لږه ۲ عام خلک وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.
د یمن د انصارالله ولسی غورځنګ د رسنیو مرستیال د دغه برید په غندلو سره وویل؛یمن وال به حتما دغه جنایت ته ځواب ورکړي.. نصرالدین عامر، د انصارالله غورځنګ د رسنیو مرستیال وویل: "مونږ به د صهیونیستی رژیم بمباریو ته ځواب ووایو او سمندري او هوائي کلابندي به ئې لغوه نه کړو، بلکې د غزې د ملاتړ لپاره به خپلو نظامي عملیاتو ته دوام ورکوو."
د انصارالله غورځنګ د سیاسي شورا غړي محمد البخیتی، هم وویل: د غزې په دفاع کې د یمن والو عملیات به نور هم زیات شي، حتی که ئې بیه لوړه هم وي."
په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایی د دوشنبې په شپه د امریکا او رژیم صهیونیستی له خوا د الحدیده بندر او د یمن پر نورو زیربناوو د پوځي یرغل په غندلو سره، دا برید یو ښکاره جنایت او له نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه وبلله.
د لبنان حزب الله، حماس او د فلسطین اسلامی جهاد غورځنګونو هم په جلا جلا بیانیو کې د رژیم صهیونیستی او امریکا له خوا پر یمن دا یرغل په کلکه وغنده.
حزب الله لبنان په یوه بیانیه کې د یمن د مشرتابه د زړورتیا ستاینه وکړه او د دغه هیواد له خلکو سره ئې بشپړه خواخوږي څرګنده کړه، او له ټولو آزادو حکومتونو او ویښو او بیدارو ملتونو ئې وغوښتل څو دا یرغل وغندي او دغه راز ئې عربي او اسلامي نړۍ د امریکا او وحشی صهیونیسټي رژیم د زیات غوښتنو په وړاندې سمدستي اقدام ته وبلله.
د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ "حماس" هم په یوې بیانیې کې وویل چې صهیونیسټي رژیم د یمن پر ضد په برید سره هڅه کوي خپل بدرنګ شوی انځور ورغوي.
د فلسطین اسلامی جهاد غورځنګ هم په یوې بیانیې کې وویل چې د دوشنبې شپې پر الحدیده بندر بریدونه د هغې دردناکې څپېړې نښه ده چې صهیونیسټانو د یمن له ملت څخه خوړلې ده.
د وحشي صهیونیسټي رژیم د ۱۲ ټيلویژني چینل راپور هم ښئي چې د دغه تیریګر رژیم جنګي الوتکو د دوشنبې په شپه د یمن پر ضد برید کې ۴۸ بمونه پر خلکو ورولي دي.
صهیونیستي ورځپاڼې «اسرائیل الیوم» د یوې امنیتي سرچینې په حواله وویل: د امریکا د بریدونو ترڅنګ، ۳۰ الوتکو پر حدیده بندر برید وکړ. د دغې رسنۍ په وینا، پر یمن برید په ۸ پړاوونو کې ترسره شو.
https://parstoday.ir/fa/west_of_asia-i9886