IQNA

د قرآن د محفل پروګرام اجرا کونکي؛ د تنزانیا قرآني میلمانه

5:40 - May 14, 2025
د خبر لمبر: 3491111
 ایکنا - د اسلامي فرهنګ او اړیکو د ادارې  د قرآن او تبلیغ نړیوال مرکز مشر د تنزانیا  افریقائي هېواد ته د قراني محفل پروګرام د عواملو د سفر لپاره د اړینو همغږیو خبر ورکړ.

ایکناینوز راپور  راکړی، د ایران د اسلامي کلتور او اړیکو د ادارې  د قران او تبلیغ نړیوال مرکز مشر ، حجةالاسلام والمسلمین حسیني نیشابوري، د ایکنا نیوز له خبریال سره په خبرو کې د دې خبر په اعلانولو سره زیاته کړه: د نړیوالې کچې په برخې کې د  کم موندونکو  قراني ظرفیتونو د پراخولو په موخه، تنزانیا هېواد ته د قرآني محفل پروګرام د عواملو د سفر لپاره اړینې همغږۍ د اسلامي فرهنګ او اړیکو ادارې له لورې ترسره شوي دي.

هغه وویل: په دغه سفر کې د محفل ټیلویژني پروګرام کوربه توب کوونکو، پر حامد شاکرنژاد او احمد ابوالقاسمي، سربېره، مهنا قنبري او محمدحسین عظیمي، ایراني ځوان قاريان هم د تنزانیا د مسلمانانو په مینځ کې د بېلابېلو قراني پروګرامونو په اجرا کې ګډون کوي.

په وروستیو کلونو کې د قرآني ډیپلوماسۍ د ایران د کلتوري تعاملاتو د یوه اصلي چورلیز په توګه د اسلامي فرهنګ او ارتباطاتو د ادارې له لورې ځانګړې پاملرنه شوې ده. دا اداره  د نړۍ په کچه پراخ  چینل سره، د نړیوالې کچې د قراني تعاملاتو د پراختیا لپاره له غوره ظرفیته برخمن دی.

د نیشابوري په وینا، د قراني ډیپلوماسۍ د د مرکز  په جوړولو سره، چې د اسلامي فرهنګ او اړیکود ادارې  په مشرۍ او د جامعة المصطفىٰ العالمیة، د بهرنیو چارو وزارت، د قران نړیوال خبري اژانس (ایکنا) او نورو قرآني بنسټونو په شمول، د نړیوالو قرآني فعالیتونو لړۍ هره ورځ پراخېږي.

د دغو پروګرامونو موخه د دیني منګرتياو پیاوړتیا، د قرآني فرهنګ وده او د ایران او نورو هېوادونو ترمینځ د معنوي اړیکو ژورول بلل شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4282146  

captcha