ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړی،د پاکستان د پوځ ویندوي جنرال احمد شریف چوهدري د تهران د چارواکو د سولهغوښتونکي ډیپلوماسۍ څخه، چې د په هند براعظم کې ئې په تاؤتریخوالي کې رول لوبولی، ستاینه وکړه او دغه راز ئې ووئيل؛ پاکستان د سولې ملاتړی دی او د اوربند تړون ته ژمن دی، خو د هر ډول وضعیت او تیریو په وړاندې د ځواب ویلو لپاره پوره چمتووالی لري.
جنرال احمد شریف چودري د ایران له هڅو او ملاتړ څخه، چې د سیمې د تاؤتریخوالی او ترینګلتیاؤ د ختمولو لپاره ئې کړي، مننه وکړه او و ې ویل: «پاکستان له ټولو هغو هڅو څخه خوښ دی چې د نړیوالې ټولنې او په تیره بیا د ایران په شمول د وروڼو هېوادونو له لورې د ترینګلتیاؤ د کمولو لپاره شوي دي::
د پاکستان د وسلهوال ځواک ویندوي زیاته کړې؛ نړۍ د اسلامآباد دریځ ته درناوی کوي او د نړیوالې ټولنې غړي، په تیره بیا د ایران اسلامی جمهوریت ، پوهېدلي چې د پاکستان د ختیځي ګاونډی هېواد(ایران) چلند د وضعیت د خرابېدو لامل شوی دی.
https://www.irna.ir/news/85834882