د ایکنانیوز د خبر له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت د علومو، تحقیقاتو او ټکنالوژۍ وزیر حسین سیمایی صراف، ، د اسلامي هېوادونو د علومو د وزیرانو په غونډې کې چې پرون د دوشنبې په ورځ د ایران د علومو، تحقیقاتو او ټکنالوژۍ وزارت په کوربهتوب په تهران کې جوړه شوې وه، وویل: د اسلامي ملګرتیاؤ موسیسې د خبرو اترو پلیټفارم خپل دویمه غونډه ترسره کوي او یو ستر بدلون روان دی. دا پلیټ فارم که څه هم لنډ عمر لري، خو دا حقیقت چې په دې کې هغه حکومتونه ځای پر ځای شوي دي چې د علم، ټکنالوژۍ او نوښت د پرمختګ لپاره د پالیسيجوړونې په لومړۍ کرښې کې دي، د دغه پلیټفارم د اهمیت نښه ده.
د ایران دغه وزیر زیاته کړه: اوس ستاسو په شتون سره په دغې غونډې کې، د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د پرمختګ لپاره د منظمې پلانجوړونې او تعقیب بنسټ په تهران کې یو بل ګام مخکې ځي. په علومو او ټکنالوژۍ کې بدلون په حیرانوونکې چټکتیا سره روان دی.نهه کاله وړاندې، د اسلامي حکومتونو پالیسيجوړونکو د ۲۰۱۶ کال د جون په لومړۍ نېټه په اسلامآباد، پاکستان کې د علومو، ټکنالوژۍ او نوښت لپاره د۱۰ کلن عمل پلان نهایی کړ. دا سند د لرونکو او اجرا کوونکو موخه د ۹کلنې مودې په اوږدو کې د پرمختګ په بېلابېلو اړخونو کې د مناسبو ننګونو حل کول دي.
هغه وویل: نور راپورونه وائي چې مصنوعي ذکاوت(آرټيفیشل اینټیلجنس) به په همدې وختي مودې کې د نړیوال کورني تولید په کچه له ۱۵ څخه تر ۱۹ ټریلیون ډالرو پورې اضافه کړي. په داسې حال کې چې نوي او پرمختللي اقتصادونه د دې حیرانوونکې ښکارندې د ګټو اخیستو لپاره لږ چمتو دي، دا اندېښنه شته چې د مصنوعي ذکاوت یا مصنوعي ذهانت ګټې به په نړۍ کې په عادلانه توګه ونه وېشل شي. شمالي امریکا او چین به د مصنوعي ذکاوت تر ټولو زیاته ګټه ترلاسه کړي، او هغه هېوادونه چې د نړۍ جنوبي برخې په نوم یادیږي، لږه ونډه به ولري.
https://iqna.ir/fa/news/4283371