IQNA

د پاکستان په بلوچستان کې چاودنې،د ښونځي د ۴۰ ماشومانو وینه وبهوله

14:49 - May 21, 2025
د خبر لمبر: 3491153
ایکنا – د پاکستان په مختلفو سیمو په تیره بیا په خیبرپختونخواه او بلوچستان صوبو کې ترهه ګرو او بیلتون غواړو د عامو خلکو ژوند تر ډیره حده تریخ کړی دی.

ایکنانیوز د پارس ټوډې  له قوله راپور راکړی،د پاکستان د بلوچستان صوبې په خضدار سیمه کې د ارمي سکول په بس موټر چاودنې له امله د ۳ ماشومانو په ګډون ۵ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د بلوچستان صوبې په خضدار سیمه کې د ارمي سکول په بس موټر  چاودنې له امله د ۳ ماشومانو په ګډون ۵ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.خو ځيني خبري سرچینې وائي چې په دغه بوږنونکي حملې کې کابو پنځه دیرش زده کونکي  او ورسره پنځه نور کسان وژل شوي دي.

د پاکستان آی اېس پي آر دفتر ویلي چې د دغې پېښې پلان په هندوستان کې جوړ شوی و او په بلوچستان صوبې کې عملي شو.

دوی زیاته کړې، هندوستان د جګړې په میدان کې ناکام شوی او  او اوس ئې په دغه ډول وحشتناکه بریدونو په پلانولو سره، ترهګریزې کړنې ترسره کوي.

هندوستان تر اوسه د پاکستان دغو څرګندونو ته کوم غبرګون ندی ښودلی.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i160380

captcha