ایکنا – د امریکا د ټګزاس ایالت د مرکز آستین ښار د پولیسو ا دارې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،چې پولیس به په دغه ښار کې د درو جوماتونو د سپکاوي او ورانکارئ په باب په څیړنو سره ددغو جوماتونو په شاوخوا کې امنیتي اقدامات زیات کړي.

ایکنانیوز د امریکائي رسنیو له قوله راپور ر اکوي، په امریکا کې په وروستیو شپو ورځو کې پر درو جوماتونوبریدونه او سپکاوی ئې شوي دي.
اسلامي بنسټونو له پولیسو څخه غوښتنه کړې چې د دغو جوماتونو په شاوخوا کې امنیتي تدبیرونو زیات کړي.
د امریکائي-اسلامي اړیکو شورا ویلي چې د نوئسس جومات مشرتابه د جومات په اصلي دروازه او شاوخوا نورو ساحو کې د سپرئ په واسطه رنګ شوي سمبولونه، لکه د داوود ستوری، موندلي دي.
د امریکائي-اسلامي اړیکو شورا لخوا خپور شوي ویډیو کې یو سپینپوست سړی ښئي چې خپل مخ ئې پټ کړی او د ننوتلو دروازې یې د سپرې په واسطه رنګوي.
د اهل بیت اسلامي ټولنې بیلبورډونه او دروازې هم له دغه شان بریدونو سره مخ شوي دي.
د امریکائي-اسلامي اړیکو شورا ویلي چې دا بریدونه د وېرې او تفرقې د رامینځته کولو په موخه ترسره شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4284486