د ایکنا د راپور په اساس، د اسلامي ملګرتیا موسیسې عمومي منشي، حسین ابراهیم طه،ددغې پيښې د قربانیانو کورنیو، د پاکستان حکومت او خلکو ته خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه او د ټپیانو لپاره ئې د عاجلې روغتیا غوښتنه وکړه.
هغه د اسلامي ملګرتیا موسیسې لخوا د ترهګرۍ په ټولو بڼو او څرګندونو کې غندنه تکرار کړه او د پاکستان د حکومت او خلکو سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخې کې د دغې موسیسې پیوستون څرګنده کړه.
د پاکستان چارواکو وئيلي دي ، چې د ښوونځي د زدهکوونکو پر بس باندې د ځان مرګي برید په نتیجې کې،چې د بلوچستان صوبې په خصدار سیمې کې د زده کونکو پر بس شوې ، اته زدهکوونکي، چې اووه نجونې او یو هلک پکې شامل دي، او دوه تنه لویان وژل شوي او یوشمیر نور هم ټپیان شوي دي.تر وروستیو پورې ددغې پيښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې
https://iqna.ir/fa/news/4284726