ایکنانیوز د اسلامي فرهنګ او اړیکو د ادارې د عامه اړیکو او اطلاعاتو د څانګې له قوله راپور راکوي، ددینونو او فرهنګونو د خبرو اترو مرکز او د اسپانیې د کاتولیک متفکرینو ترمینځ لومړۍ دیني خبرې اترې به د ایران د اسلامي فرهنګ او اړیکو د ادارې د مشر په شتون سره د جون په ۷ او ۸ نېټو (د غبرګولي ۱۷ او ۱۸) د ماډریډ په ښار کې ترسره شي.
د اسلامي فرهنګ او اړیکو د ادارې مشر محمد مهدي ایمانيپور، او د هغه مل پلاوی به د اسپانیا د کاتولیک پادریانو د مجمع په بلنې په دغو خبرو اترو کې ګډون وکړي.
ددغه پړاو خبرې اترې به د «الهي رحمت: د اسلام او مسیحیت ترمینځ تړاو» په موضوع او د فرعي سرلیکونو لکه «د الهي رحمت د پراخوالي لاملونه او ځانګړنې د اسلام او مسیحیت له نظره»، «په اسلام او کاتولیک مسیحیت کې د کورنۍ بنسټ او له الهي رحمت سره ئې تړاو» او «د دینونو خبرې اترې؛ د الهي رحمت لپاره زمینهجوړولو» سره، د سانداماسو کاتولیک پوهنتون مشر نیکولاس آلوارز دلاس آستوریاس، د پوهنتون عمومي منشي رائول اوروزکو روئانو، د سانداماسو پوهنتون د الهیات پوهنځي رئیس، رومان پاردو مانریکه، او د هسپانیې د اسقفانو د مجمع د بینالادیاني اړیکو او بینالمذهبي خبرو اترو د کمېسیون منشي رافائل وازکز خیمنز، ، او نورو دیني او اکاډمیکو شخصیتونو په شتون سره د ماډریډ په ښار کې ترسره شي.
د اسلامي فرهنګ او اړیکو سازمان د علمي او فرهنګي همکاریو مرستیال حسین دیوسالار، د ادیانو او مذاهبو پوهنتون د څېړنې مرستیال، احمدرضا مفتاح، د علامه طباطبایي پوهنتون د الهیات او اسلامي معارفو پوهنځي رئیس، محسن قاسمپور راوندي، د بشري علومو او فرهنګي مطالعاتو د څېړنې موسسې د علمي هیئت غړی مهدي اصفهاني، ، او د ادیانو او فرهنګونو د خبرو اترو مرکز د کاتولیک مسیحیت او یهودیت ډلې مشره هایده رمضانرستمآبادي، ، په دغو خبرو اترو کې ګډون کوي او د فرعي موضوعاتو په اړه به ویناوې او مقالې وړاندې کړي.
د دغوخبرو اترو نور په پروګرامونوکې د هسپانیې د پادریانو د ټولګې مشر له لوئیس آرگوئجو، او د دغې مجمع له عمومي منشي سره لیدنه او خبرې اترې، او همدارنګه د سالامانکا پاپي پوهنتون او د والنسیا کاتولیک پوهنتون له چارواکو سره لیدنه او خبرې اترې شاملې دي .
https://iqna.ir/fa/news/4284840/